د کابل او شاوخوا ولایاتو په ځينو سیمو کې د تصفیوي عملیاتو د پيل په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د اسلامي امارت د درې ګونو امنیتي ځواکونو (دفاع وزارت، داخله وزارت او استخباراتو) لخوا د دفاع وزارت د مرستیال محترم الحاج ملا محمدفاضل مظلوم په مشري د کابل ولایت او څو نورو نیږدې ولایتونو په ځينو سیمو کې پراخ تصفیوي عملیات پيل شول. د عملیاتو موخه په یادو سیمو کې د هرډول غلو، اختطافګرو، […]

د اسلامي امارت د درې ګونو امنیتي ځواکونو (دفاع وزارت، داخله وزارت او استخباراتو) لخوا د دفاع وزارت د مرستیال محترم الحاج ملا محمدفاضل مظلوم په مشري د کابل ولایت او څو نورو نیږدې ولایتونو په ځينو سیمو کې پراخ تصفیوي عملیات پيل شول.

د عملیاتو موخه په یادو سیمو کې د هرډول غلو، اختطافګرو، شریرو عناصرو او نورو مجرمینو نیول او له منځه وړل دي، چې د امنیتي ځواکونو لخوا مخکې له وړاندې کشف او څارل شوي.

د دغو عملیاتو په جریان کې به هيڅ ملکي کس او کور ته زیان نه رسیږي، ټول احتیاطي تدابیر به په نظر کې نیول شوي او له خلکو سره به ښه چلند کیږي.

د یادو ولایتونو او سیمو له خلکو څخه غوښتنه کوو چې د خپلو امنیتي ځواکونو سره د معلوماتو په ورکولو کې مرسته وکړي، له عملیاتو څخه د هيڅ ډول ویرې احساس ونه کړي، ځکه دغه عملیات د همدې خلکو او کابل ښاریانو، تجارانو او نورو هیوادوالو د لا ښه امنیت، ډاډ او اطمینان لپاره په لاره اچول شوي دي.

که څوک مجرم نه وي او یا له مجرمینو سره تړاوو ونه لري، هغوی ته به هيڅ ستونزه نه وي، ټول خلک دې په خپلو کورنو او ځایونو کې په آرام پاتې شي او له خپلو امنیتي ځواکونو سره دې مرسته وکړي. والسلام

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۲۳/۷/۱۴۴۳هـ ق

۶/۱۲/۱۴۰۰هـ  ش ـ 2022/2/25م