‏د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د بشر د حقوقو په اړه د ملګرو ملتو د استازي ریچارډ بېنېټ راپور مغرضانه او له واقعیتونو څخه لری دی. هغه په خپل راپور کې په افغانستان کې د تیر یوکال په نتیجه کې په سلګونو پرمختګونو باندې سترګې پټې کړی. یو څو مشخصو مواردو ته يې په غلط برداشت او ناسمو معلوماتو سره […]

د بشر د حقوقو په اړه د ملګرو ملتو د استازي ریچارډ بېنېټ راپور مغرضانه او له واقعیتونو څخه لری دی.
هغه په خپل راپور کې په افغانستان کې د تیر یوکال په نتیجه کې په سلګونو پرمختګونو باندې سترګې پټې کړی.
یو څو مشخصو مواردو ته يې په غلط برداشت او ناسمو معلوماتو سره اشاره کړې.
نن په افغانستان کې د ښځو ژوند ته کوم تهدید متوجه نه دی، هيڅ افغان ښځه په جګړو او چاپو کې نه خپله وژل کیږي اونه هم نورخپل خپلوان له لاسه ورکوي، اوس د افغان میرمنو عزت ته څوک په سپکه نشي کتلای.
د هيڅ افغان میرمنې اولادونه په بي ګناه ډول په زندانونو کې نه دي پراته، په هیواد کې ۱۸۱ دولتي او شخصي پوهنتونونه د ښځينه وو او نارینه وو پرمخ خلاص دي، د هیواد پاتې ۷۰ سلنې خاورې ته د تعلیم اوتربيې پروسه غزول شوې ده.
په معارف، عالي تحصیلاتو، صحت عامه، تذکرو، پاسپوروتونو، هوايي میدانونو، پولیسو، رسنیو، بانکونو اونورو برخوکې زرګونه میرمنې په کار بوختې دي، یوشمیر میرمنې چې د کاري چاپیریال د نه مساعد کیدو له امله خپلو دندوته نشي حاضریدلای معاشونه يې په متواتره توګه په کورونو کې تادیه کیږي.
سلګونه هغه بې وزله ښځې او نارینه چې په ګدايي بوخت وو، له سړکونو راټولې او مناسب معاشات ورته تعین شوي او په عام ډول افغانان له جنګ جګړو، بې امنۍ، وژنو او سلو مصیبتونو څخه په امن کې شوي دي.
‏د ظالمانه قیوداتو، پيسو ګنګل کیدو او بانکي مشکلاتو سره سره د اقتصادي رفاه لپاره ټول وزارتونه او ارګانونه په خورا جدیت سره په فعالیت بوخت دي او هلې ځلې کوي.
د اقلیتونو ټول حقوق خوندي دي، هيڅ یو يې نه وژل شوی، نه نیول شوی، نه يې د عبادت مخه نیول شوې، نه کوم تور پرې پورې شوي.
برعکس د هغو سلګونو بریدونو مخه نیول شوې چې د اقلیتونو عبادت ځایونه يې نښه کول غوښتل، په استثنايي ډول که څو موارد پيښ شوي هم وي، عاملین يې کشف اونیول شوي او په سختو سزاوو مجازات شوي دي.
په زرګونو هغو اشخاصو او افرادوته عامه عفوه شوې چې شل کاله يې په متواتر ډول د خپلو هیوادوالو په ضد او د پردو اشغالګرو په حمایت کې ټوپک پورته کړی وو او په بې رحمانه توګه يې افغانان وژل.
‏خو متأسفانه د ملګرو ملتونو په دغه مغرضانه راپور کې یادو ټولو مواردو او مثبتو پرمختګونوته نه اشاره شوې اونه هم یو مورد ستایل شوی دی.
له دې سرچپه قضاوت څخه جوتیږي چې د دغه لوی نړیوال سازمان څخه په څومره ښکاره ډول سوء استفاده کیږي او په آدرس يې غلط معلومات خپریږي؟؟!
دا چې د ملګروملتونو له آدرسه بې مسئولیته، عقده مندانه څرګندونې خپریږي او د ا.ا په ضد خصمانه دريځ نیول کیږي، موږ يې غندو او د تأسف وړ يې بولوو.
ملګري ملتونه باید د ټولې نړۍ د انسانانو عقایدو، نظرونو او باورونو ته درناوی ولري او د مشخصو هېوادونو د مزاج سره برابر موقف ونه نیسي.
د داسې کړنو دوام به د دغه ستر سازمان نړیوال حیثیت لا هم تر پوښتنې لاندې راولي او واضحه به شي چې دغه سازمان نړیوالو مسائلوته یواځې د څو هیوادونو له عینکو څخه ګوري او پرپاګند کوي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۵/۲/۱۴۴۴هـ ق
۲۱/۶/۱۴۰۱هـ ش ــ 2022/9/12م