د شهید مولانا انصاري د شهادت په اړه د اسلامي امارت د ویاند پيغام او وضاحت

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هیواد وتلی او زړور دیني عالم مولوي مجیب الرحمٰن انصاري د دین او اسلام د دښمنانو لخوا په یو ناځوانمردانه برید کې په شهادت ورسید. انا لله و انا الیه راجعون.د الله تعالی له درګاه څخه شهید شیخ صاحب انصاري ته جنة الفردوس او خپلوانو، […]

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هیواد وتلی او زړور دیني عالم مولوي مجیب الرحمٰن انصاري د دین او اسلام د دښمنانو لخوا په یو ناځوانمردانه برید کې په شهادت ورسید. انا لله و انا الیه راجعون.د الله تعالی له درګاه څخه شهید شیخ صاحب انصاري ته جنة الفردوس او خپلوانو، متعلقینو او شاګردانو ته يې صبرجمیل او اجر جزیل غواړو. په ولس کې د شیخ مجیب الرحمن انصاري رحمه الله نفوذ، د اسلامي نظام په اړه یې موقف ګیریو او د خوارجو او بغاوتګرو پر وړاندې یې پرله پسې دریځونو ته په کتو، د استخباراتو لوی ریاست ته له نورو امنيتي ارګانو سره په هماهنګۍ لارښونه شوې وه چې د انصاری صاحب امنیت او خوندیتابه ته جدي پاملرنه وکړي چې همداسې شوي او د شهادت تر وخته یې هېڅ ډول بې غوري او غفلت نه دی کړی، چې لنډيز یې په لاندې ډول له هيوادووالو سره شریکوو: ۱: شیخ صاحب ته محافظین، د مرمۍ ضد موټر، اسلحه او نور وسايل ورکول شوي وو او له خپل مسجد او مدرسې بهر به چې نوموړي په هره جلسه او اجتماع کې برخه اخيسته اضافي امنيتي کسان به ورکول کيدل او له مخکې څخه به یې ساحه ورته تر امنیتي پوښښ لاندې راوستله. ۲: درې اونۍ مخکې د استخباراتو لوی ریاست یو عالي رتبه هیأت یوازې د هرات ولایت د علماء کرامو د ساتنې او خوندیتابه په موخه هرات ته سفر وکړ او هلته یې د علماوو د ساتنې او امنیت د تأمین په موخه خپل ټول اجراات ترسره کړي وو، د شهيد شيخ صاحب د مدرسې اړونده مسؤلينو ته د مدرسې د امنيت لپاره د لازمو امنيتي تدابيرو هدایت کړی وو، شخصاً یې شهيد شيخ انصاري صاحب ته د ټولو تهديدونو په اړه معلومات ورکړي وو او متوجه کړی یې وو. ۳: دوه ورځې مخکې د مشهور تکفیري ملا عیسی په مشرۍ یوه څلور کسیزه ډله چې د شیخ مجیب الرحمن د ترور دنده یې په غاړه درلوده له منځه یوړل شوه. ملا عیسي د هرات په سطحه د خوارجو مشري په غاړه درلوده. ۴: د دین محمد په مشرۍ د فراه ولايت يو مشهور داعشي چې د هيواد په لويديځ کې یې د علماوو د ترور دنده درلوده او په فراه ولایت کې د داعشیانو مسؤل وو، تيره ورځ په فراه کې په يو لړ عملياتو کې ووژل شو او د دوی د ګروپ درې کسان ژوندي ونيول شول. دا چې علماء له خلکو سره پراخې، دوامداره او ژورې اړیکې لري، په یاده برخه کې چې ترڅو په خپله علماء کرام هم لازم احتياط ونکړي، د ورته بریدونو مخنیوی ستونزمن کار دی، متأسفانه چې علماء کرام د خپلې تقوا او تواضع له وجې له خوش باورۍ نه کار اخلي مګر بیا هم څه چې د الله له لوري مقدر وي هغه رسیږي. د دیني علماء کرامو په شهادت د اسلام دښمنان او د‌ دوی پروژې نشي کولای، په افغانستان کې د حاکم اسلامي شرعي نظام د تحکيم او ملاتړ په اړه د افغانستان د متدين ولس او دیني علماء کرامو ارادې کمزورې کړي، د ديني علماء کرامو شهادت به رنګ راوړي او ډير ژر به د اسلام د دښمنانو او د خوارجو د محوې وروستۍ او قاطع څپه پيليږي. ان شاء الله تعالی
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد
۵/۲/۱۴۴۴هـ ق
۱۱/۶/۱۴۰۱هـ ش ــ 2022/9/2م