د اوکراین د کړکېچ په تړاو د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت پـه اوکراین کې وضعیت لـه نږدې څاري او د احتمالي ملكي تلفاتو په اړه اندېښنه څرګندوي. اسلامي امارت له ښکېلو لوريو د زغم غوښتنه کوي. ټولو لوريو تـه په کار ده چې له داسې دريځونو ډډه وکړي چې د جګړې د شدت لامل کېږي. د افغانستان اسلامي امارت د خپل بې […]

د افغانستان اسلامي امارت پـه اوکراین کې وضعیت لـه نږدې څاري او د احتمالي ملكي تلفاتو په اړه اندېښنه څرګندوي. اسلامي امارت له ښکېلو لوريو د زغم غوښتنه کوي. ټولو لوريو تـه په کار ده چې له داسې دريځونو ډډه وکړي چې د جګړې د شدت لامل کېږي. د افغانستان اسلامي امارت د خپل بې طرفه بهرني سياست له مخې، د جگړې له لوريو غوښتنه کوي چې روان کړکېچ د خبرو اترو او سوله ييزو لارو چارو څخه اوار کړي. دغه راز د بهرنيو چارو وزارت د جګړې له اړخونو هيله کوي چې په اوکراین کې د افغان محصلينو او مسافرو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت