د افغانستان اسلامي امارت «د بېوزلو، يتيمانو او معلولينوچارو اداره»

بسم الله الرحمن الرحيم يَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلْ مَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ (البقره: ۲۱۵) ژباړه:  ای پيغمبره ! ستا اصحاب له تا پوښتنه کوي چي موږ له خپلو مالونو څخه د صدقې او خيرات لپاره کوم مال مصرف کړو او چا […]

بسم الله الرحمن الرحيم

يَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلْ مَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ (البقره: ۲۱۵)

ژباړه:  ای پيغمبره ! ستا اصحاب له تا پوښتنه کوي چي موږ له خپلو مالونو څخه د صدقې او خيرات لپاره کوم مال مصرف کړو او چا ته يې ورکړو ، په کوم ځای کي يې ولګوو ؟ نو ورته ووايه چي پر والدينو ، خپلوانو، يتيمانو ، مسکينانو او مسافرينو يې ولګوئ ، او کوم د خير کار چي تاسي وکړئ نو الله تعالی په هغه ښه خبر دی (او بدله به يې ضرور تاسو ته در کوي).

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

مَنْ عَالَ ثَلَاثَةً مِنْ الْأَيْتَامِ، كَانَ كَمَنْ قَامَ لَيْلَهُ وَصَامَ نَهَارَهُ، وَغَدَا وَرَاحَ شَاهِرًا سَيْفَهُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، وَكُنْتُ أَنَا وَهُوَ فِي الْجَنَّةِ أَخَوَيْنِ، كَهَاتَيْنِ أُخْتَانِ، وَأَلْصَقَ إِصْبَعَيْهِ السَّبَّابَةَ وَالْوُسْطَى (سنن ابن ماجة).

ژباړه:  چا که د دريو يتيمانو تربيه او پالنه وکړه (يا يې د روزني ذريعه وګرځېدی, او دوی ته يې د حاجت او ضرورت شيان برابر کړل) نو دغه څوک د هغه عبادت کوونکي په څير دی چي شپه په عبادت ويښه کړي او د ورځي يې روژه وي ، او د الله تعالی په لار کي په داسي حال کي سهار او ماښام کوي چي توره يې لوڅه وي (له تيکي يې ايستلې وي يعني دښمن ته اماده ولاړ وي) .

او زه او دَی به په جنت کي داسي سره وروڼه يو لکه دغه دوې ګوتي ، بيا ده مبارک سبابه او د منځ ګوتي سره يو ځای کړې ، يعني دا ډول .

څرنګه چي د افغانستان خاوره د نړۍ د وحشيانو له لوري د اشغال په منګولو کي ده او افغان مظلوم او غيور ملت يې پر خلاف د جهاد په مقدسه فريضه بوخت دي، د دغه سپيڅلي جګړې قربانيان، د شهيدانو کورنۍ او معلولين پر ټول اسلامي امت د همکارۍ او مرستي حق لري.

الله تعالی په قرآن کريم کې د نبي عليه السلام او د مومنانو صفت کړی فرمايلي يې دي چي دوی پر کفارو سخت دي او په خپل منځ کي يو پر بل رحم کوونکي دي. (الفتح:۲۹).

په بل ځای کي الله تعالی د مومنانو صفت په دې سره فرمايلی چي : دوی يو بل ته په صبر او رحم کولو سره توصيه کوي (البلد:۱۷).

او د اسلام پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمایلي چي : مسلمانان ټول د يوه جسد په مثال دي، د جسد هره برخه چي درد وکړي ټول جسد په تکليف وي (رواه البخاري).

بل ځای  فرمايي : (خابَ عبدٌ وخسر لم يجعل الله تعالى في قلبه رحمة للبشر).

ژباړه:  زيانمن او په تاوان کې شو هغه څوک چي الله تعالی يې په زړه کي د بشر لپاره رحم او مهرباني نه وي ايښې.

د افغانستان اسلامي امارت پر ټولو خيريه ادارو، شتمنو او اهل خيرمسلمانانو غږ کوي چي د خپلو وروڼو، کونډو او يتیمانو سره د خپل توان مطابق هر راز همکاري، مرسته او تعاون ونه سپموي .

تر څو يتيمان د ټولني د نورو ماشومانو په نسبت خپل ځانونه کم او خوار ونه ګڼي، که نه خدای مکړه د اسلامي ټولني دا برخه به د يو مات او فلج عضوې بڼه خپله کړي او موږ به د محشر په ورځ مسؤول او بې ځوابه يو.

له دغه بېوزله قشر سره مرسته اوغمرازي که له يوې خوا د الله تعالی او د مخلوق د شکر اداکیدل او له خپلو لوېدلو خويندو او بچيانو سره د صله رحمۍ او همدردۍ مسئوليت له اوږو کښته کول دي.

له بل لوري د الله تعالی د نا پايه ثوابونو او اجرونو د ترلاسه کولو او  په ځان، مال او اولاد کي د برکت، زيادت او ترقي ستره ذريعه هم ده .

د افغانستان اسلامي امارت د «بېوزلو، يتیمانو او معلولينو چارو اداره» د ګران هيواد د همدغو مجبوره کونډو، بورو، يتيمانو او معلولينو سره د همکاري او مرستي لپاره لاس په کار ده، نوموړې اداره هڅه کوي تر څو د هيواد په هره برخه کي دغسي محتاجو کورنيو ته نقدي او غذايي مرستې پر خپل وخت او په سالمه توګه ورسوي .

اوس مهال له نوموړي ادارې سره د شهيدانو په زرګونه کورنۍ او په زرګونو معلولين ثبت دي، چي په دوی کي زياته برخه يې د سختې بېوزلۍ او افلاس په حالت کي ژوند تېروي، آن چې ډېری يې سوال کولوته اړ شوي دي، هيڅ سرپرست نه لري او زموږ همکارۍ ته سترګې په لاره دي .

نو له ټولو هغو اهل خیر مسلمانانو وروڼو سره چې غواړي زموږ له بې چاره او محتاجو هیوادوالو سره هرډول مرسته وکړي، له لاندې آدرس او شمیرو سره دې په اړیکه کې شي او خپل اسلامي او انساني مکلفیت دې ادا کړي.

اجرکم الله علی. والسلام

دټیلفون شمیره

0093708766139

د واټساپ شمېره

0093702977511

اېمېل ادرس : [email protected]