ددلوې ۲۶ مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرود ایستلو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

نن د دلوې میاشتې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او خروج له ۳۳ مې کلیزې سره سمون خوري. د افغانستان اسلامي امارت دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې له ویاړه ډکه ورځ بولي چې له امله يې خپل ټول مسلمان او مجاهد ملت ته مبارکي وايي. […]

نن د دلوې میاشتې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او خروج له ۳۳ مې کلیزې سره سمون خوري.
د افغانستان اسلامي امارت دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې له ویاړه ډکه ورځ بولي چې له امله يې خپل ټول مسلمان او مجاهد ملت ته مبارکي وايي.
ريښتیا هم چې د هیوادونو آزادۍ او هویت د هغوی د همت او شهکاریو پورې اړه لري چې الحمدلله په تیرو سلو کلونو کې افغانانو درۍ ځله په دې میدان کې مثبت امتحان ورکړی او د خپل هیواد آزادۍ او خپلواکۍ يې ګټلې او ساتلې ده.
داچې اوس مهال په دريم ځل هم زموږ هیواد تازه له اشغال څخه آزاد شوی، څرګندوي چې په افغانانو کې د آزادۍ غوښتنې حس لاهم په قوت کې  موجود دی او د خپل دین او هیواد د ساتنې لپاره کلک هوډ او تعهد لري.
موږ هیله من یو چې د تیرو څه باندې سلو کلونو له پرلپسې یرغلونو او بیرته آزادۍ ګټلو څخه په راتلونکي کې متجاوز هیوادونه ډیر څه زده کړي او نور زموږ له هیواد او ملت سره د دښمنۍ او کینې لار ونه نیسي.
افغانان په سوله او امن مین خلک دي، خو هرځل يې سوله او امن د بهرنیو یرغلونو او تاړاکونو له امله په جګړه بدله شوې او فرصتونه ورڅخه اخیستل شوي دي.
موږ د بل هيڅ هیواد په حریم او خاوره د تجاوز نیت او اراده نه لرو او له نورو هیوادونو سره هم د متقابل درناوي او په امن کې ژوند کولو تمه لرو.
د افغانستان مسلمان او غیور ولس باید د تیر په څير په راتلونکي کې هم د هر ډول توطيئو او دسیسو په وړاندې ډير حساس او بیدار و اوسي او د خپل کلک اسلامي تعهد او ملي وحدت په ساتلو سره د خپلو نیکونو او پلرونو لار تعقیب کړي او د خپل هېواد ازادۍ او خپلواکۍ وساتي، ان شاءالله. والسلام
د افغانستان اسلامي امارت
۱۳/۷/۱۴۴۳هـ ق
۲۶/۱۱/۱۴۰۰هـ ش ــ 2022/2/15م