د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل په کوربه توب د قومي مشرانو، سياسيونو، فرهنګيانو، قلموالو او د هیواد بېلابېلو اقشارو له استازو سره غونډه ترسره شوه

الاماره /ذي القعده ۶مه/۱۴۴۴ دغه غونډه چې نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي صاحب عبدالکبیر په کوربه توب او مشري په سپیدار ماڼۍ کې دائره شوې وه، په کې د کابينې یو شمیر محترمو اعضاوو لکه (د کانونو او پټروليم سرپرست وزير محترم مولوي […]

الاماره /ذي القعده ۶مه/۱۴۴۴

دغه غونډه چې نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي صاحب عبدالکبیر په کوربه توب او مشري په سپیدار ماڼۍ کې دائره شوې وه، په کې د کابينې یو شمیر محترمو اعضاوو لکه (د کانونو او پټروليم سرپرست وزير محترم مولوي صاحب شيخ شهاب الدين دلاور، د بهرنيو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي صاحب امير خان متقي، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو سرپرست وزير محترم شيخ صاحب محمد خالد حنفي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزير محترم ملا خيرالله خيرخواه)او محترم حافظ صاحب انس حقاني، د اسلامي امارت يو شمېر نورو مسئولینو او ګڼ شمیر قومي مشرانو، سياسيونو، فرهنګيانو، قلموالو او د بېلابېلو اقشارو استازو ګډون کړی و.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ور پسې ښاغلي حمیدالله هوتک، استاد محمد اسماعیل یون، عبدالشکور دادرس، معین ګل څمکني، جاوید مومند، سلیم پیګیر او ډاکتر فیاض ساپي د نورو په استازیتوب سره په نوبت خبرې وکړې او په بېلابېلو برخو کې یې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وارزولې او خپل وړاندیزونه، نیوکې او مشورې یې شریکې کړې.
دوی په هیواد کې د بشپړ امنیت په تامین، اقتصادي هڅو، بیارغونې او ملي حاکمیت خوښي وښوده او د ځوانانو په ګډون مسلکي او متخصص قشر ته یې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورپسې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر محترم شهاب الدین دلاور په اقتصادي برخه کې د حکومت په لاسته راوړنو رڼا واچوله وې ویل، دویم کال دی چې اسلامي امارت خپله ملي بودجه له خپلو عوایدو جوړوي او د قوش تېپې کانال په ګډون په لویو زېربنایي پروژو کارونه روان دي.
همداراز د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي صاحب امیر خان متقي ګاونډیو او سیمې هیوادونو سره مثبتو اړیکو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت د ملت غوښتنو ته د قدر په سترګه ګوري او د پاکستان، ایران او منځنۍ اسیا په ګډون له ټولو هیوادونو سره سیاسي اړیکې لرو، په کابل کې د اکثریت هیوادونو سفارتونه پرانیستي او د افغانستان استازي په هغو هیوادونو کې پر دندو بوخت دي.
نوموړي زیاته کړه، اوسنی حکومت همه شموله دی او له اسلامي امارت سره د هیوادونو متقابل تعامل د رسمیت په معنی دی.
په دې غونډه کې، د امربالمعروف او نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ محمد خالد حنفي په کابل او ولایتونو کې د هیوادوالو شکایتونو ته رسیدګي ته په اشارې وویل، په حکومت او زموږ وزارت کې د اهل تشیع محتسبینو په ګډون ټولو اقشارو ته برخه ورکړل شوې او یوازې په کابل کې د هیوادوالو لس زره شکایتونو ته رسیدګي شوې ده، چې په دومره کمه موده کې دا لویه لاسته راوړنه ده.
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محترم ملا خیرالله خیرخواه د دغسې لویو غونډو جوړېدل او د ولس له لوري مخامخ د ستونزو مطرح کول وستایل وې ویل، دښمنان پخپلو ناوړه تبلیغاتو نه غواړي د اسلامي نظام تر چتر لاندې د سکون رامنځته شوی حالت دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړه، افغان ملت په تېرو شلو کلونو کې له ډېرو دغسې فشارونو سره مقابله وکړه او ان شاء الله د خدای په فضل به پر اوسنیو ستونزو هم بریالي کېږو.
همداراز د اسلامي امارت محترم حافظ صاحب انس حقاني د ځوانانو اندېښنو او غوښتنو ته ځوابونه وویل او زیاته یې کړه، له شل کلن جنګي حالت څخه د راوتلي یو ملت ترمنځ د دا ډول غونډو جوړول او مخامخ د غوښتنو او وړاندیزونو مطرح کول پر اسلامي امارت د ملت بشپړ باور ښیي. د اسلامي امارت پالیسي پرمختګ، د ټولو په غېږ کې نیول او په دیني او ملي روحیه د نوي نسل روزل دي.
ورپسې، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي صاحب عبدالکبیر ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوی وړاندیزونه او مشورې وستایلې وې ویل، اسلامي امارت د سالم انتقاد پلوی دی او د قوم، ژبې او سمت مسئله پکې نشته.
مولوي صاحب عبدالکبیر د یو شمېر کسانو له لوري د همه شمولیت غوښتنې ته په ځواب کې وویل، اوسنی حکومت له هره اړخه همه شموله دی او د ټولو قومونو استازي پکې حضور لري.
نوموړي د رسمیت پېژندلو موضوع ته په اشارې وویل، که موږ نړۍ ته اړتیا لرو، نو هغوی هم موږ ته اړتیا لري او د دې موضوع په درک کېدو سره اوسنۍ ستونزې حل کېدای شي. د ګاونډیانو په ګډون د سیمې هیوادونو سره ښې اړیکې لرو، بندرونه مو پرانیستي دي، دنیا او ګاونډیانو سره د اسلامي شریعت په رڼا کې د مثبتو اړیکو دوام غواړو او ډاډ ورکوو چې له افغانستان څخه به هیچاته ګواښ نه جوړېږي.
د هيواد د بېلابېلو اقشارو په ګډون د راټولو شویو استازو دغه غونډه د مولوي صاحب عبدالبصیر له لوري د دعائیې په لوستو سره پای ته ورسېده.#