‏پنجشیر ولایت کې له ۲۰ جریبو څخه زیاته دولتي ځمکه تثبیت شوه

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۱۰) د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت عنابه ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغې ولسوالۍ له ولسوال سره یې وکتل. په دغې لیدنه کې، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو […]

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۱۰)
د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت عنابه ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغې ولسوالۍ له ولسوال سره یې وکتل.
په دغې لیدنه کې، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد په برخه کې بحث او خبرې وشوې.
یاد هیئت وروسته د دولتي ځمکو د تثبیت او استرداد په منظور د عنابه ولسوالۍ ملکان ساحې ته ولاړ.
دغه هیئت د ۴۸ قطعې په بررسۍ سره چې ۲۰،۳۳ جریب ځمکه په کې شامله ده، هغه امارتی تثبیت کړه او د یادې ساحې غاصبینو ته یې لارښوونه وکړه ترڅو خپل ټول سندونه او دلایل دغه تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي.