د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال د ګردیز ښار د قومونو له مخورو سره ولیدل

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۸)د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د ګردیز ښار د مېشتو قومونو له استازو او مخورو سره ولیدل. په دې لیدنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، له ګردیز ښار څخه راغلیو ځوانانو او مشرانو اسلامي نظام د افغانانو غوښتنه یاده کړه او په […]

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۸)د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د ګردیز ښار د مېشتو قومونو له استازو او مخورو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، له ګردیز ښار څخه راغلیو ځوانانو او مشرانو اسلامي نظام د افغانانو غوښتنه یاده کړه او په وینا یې د همدې موخې لپاره ګڼې قربانۍ ورکړل شوې دي.

دوی زیاته کړه د پکتیا او ګردیز ټول ولسونه د اوسني نظام د پایښت لپاره هر ډول قربانۍ ته حاضر دي.

راغلیو مخورو او مشرانو د ګردیز د اوسېدونکو یو لړ وړاندیزونه او غوښتنې هم د رئیس الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.

په دې لیدنه کې رئیس الوزراء سیاسي مرستیال، اسلامي امارت د افغانانو ګډ کور یاد کړ او وې ویل، د اسلامي امارت ټول مسئوولین د خلکو په خدمت کې دي.

نوموړي وویل، اسلامي امارت د ولسونو د ستونزو حل خپل مسئوولیت بولي.

محترم مولوي عبدالکبیر راغلیو مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړ چې وړاندېزونو او غوښتنو ته به یې پوره پام وشي.