کابل ښار؛ د احمدشاه بابا مېنې د اتم بلاک د سړکونو جوړولو چارې روانې دي

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۰) ښاریانو ته دښاري او ترانسپورټي آسانتیاوو رامنځته کولو په پار، د کابل ښاروالۍ له لوري د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په اتم بلاک کې په تیږو فرش شوي د (۲۵ ) فرعي سړکونو د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د کابل ښاروالۍ د […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۰)
ښاریانو ته دښاري او ترانسپورټي آسانتیاوو رامنځته کولو په پار، د کابل ښاروالۍ له لوري د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په اتم بلاک کې په تیږو فرش شوي د (۲۵ ) فرعي سړکونو د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د خدماتي پروژو آمر محمد فهیم درانی په دې اړه وویل: یاد سړکونه چې په ټولیزه توګه ( ۷۳۰۲ ) متره اوږدوالی او له ( ۶ څخه تر ۷ ) مترو پورې پلنوالی لري، د لښتیو په ګډون یې چارې په بنسټیزه توګه د (۱۴۶) میلیونه افغانیو په لګښت روانې دي.
تر دې دمه د یادې پروژې چارې (۷۰ ) سلنه مخته تللې دي چې تر راتلونکو څو میاشتو پورې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په تیږو فرش سړکونو جوړول د ځمکې سر اوبو د جذب په برخه کې ګټه لري او د دې ترڅنګ له لوړ مقاومت څخه برخمن دي.
د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه د کار د کیفیت له څرنګوالي څخه څارنه کوي.