د بهرنیو چارو وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۷) نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل د ایران سفیر ښاغلي حسن کاظمي قُمي،مرستیال یې ښاغلي حسین مرتضوي او مل پلاوي وکتل. د ناستې په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت په وروستیو لاسته راوړنو، سیاسي پرمختګونو، تجارتي او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې او […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۷)
نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل د ایران سفیر ښاغلي حسن کاظمي قُمي،مرستیال یې ښاغلي حسین مرتضوي او مل پلاوي وکتل.
د ناستې په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت په وروستیو لاسته راوړنو، سیاسي پرمختګونو، تجارتي او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې او د ایران هیواد څخه یې مننه وکړه چې په ایران کې بند افغان زندانیان یې د ا.ا.ا. ته وسپارل او لایې هم د سپارلو بهیر جریان لري.
دغه راز د ایران سفیر ښاغلي قُمي ډاډ څرګند کړ چې ایران لا زیاتو همکاریو ته ژمن دی.
ښاغي سفیر وویل: هیواد یې اماده دی چې افغاني محصولات او میوې په ښه قیمت وپیري او د زارعت د ودې په برخه کې له افغان بزګرو سره هر اړخیزې همکارۍ ترسره کړي.
همداراز په دې ناسته کې د ګڼو سیمیزو مسایلو او روانو جریاناتو سربېره د تجارت په وده او اورګاډي د پټلیو دغزولو په کار کي د چټکتیا په اړه تفصلي خبري وشوي .