ننګرهار: تورخم کې د ترانزيټ  له درکه ۳۰ ميلیونه افغانۍ عواید په رځنۍ توګه راټولیږي

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۹) د تورخم کميسارمولوي صديق خالد په تورخم کميسارۍ کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې هره ورځ د تورخم له لارې ۸۰۰ نیولې تر دیارلس سوه پورې لارۍ او کانتينرې تګ راتګ کوي چې د یاد ترانزيټ د محصول له درکه د ورځې شاوخوا دیرش ۳۰مليونه افغانۍ عواید ترلاسه کیږي او په […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۹) د تورخم کميسارمولوي صديق خالد په تورخم کميسارۍ کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې هره ورځ د تورخم له لارې ۸۰۰ نیولې تر دیارلس سوه پورې لارۍ او کانتينرې تګ راتګ کوي چې د یاد ترانزيټ د محصول له درکه د ورځې شاوخوا دیرش ۳۰مليونه افغانۍ عواید ترلاسه کیږي او په شفاف ډول د اسلامي امارت بانک ته سپارل کيږي.

کمیسار وویل په تورخم ښارګوټي کې ټولې چارې په همغږي ترسره کيږي چې په تیرو شپږو میاشتو کې د پاکستان ته تلونکو ناروغانو لپاره صفري نقطې ته څیرمه لازم امکانات تم ځایونه د لمانځه او اوداسه لپاره مناسب امکانات د نارینه او ښځینه وو لپاره بیلابیل د شپې تیرولو ځایونه برابر شوي چې د کمیسار په وینا په تیرو شپږو میاشتو کې (۴۹۸۰۰) ناروغان پاکستان هیواد ته د درملنې په موخه تللي دي.

په ورته وخت کې د تورخم د کمیسارۍ مرستیال مولوي مصطفی کمال وویل د تورخم له لارې د هر ډول قاچاق مخه نیول شوې همدا لامل دی چې دلته قيمتي ډبرې او تاريخي آثار هم وخت په وخت نیول شوي او مرتکبین یې د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.