کندهار ښار کي د پُلچکونو، کوڅو، چریو او سلبونو جوړېدو پروژه پيل شوه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۳) نن ورځ کندهار ښاروال حاجي نعمت‌الله حسن د کندهار ښاروالۍ د یوشمېر نورو برخو د مسئولینو په ملتیا او د کندهار ښار د بېلابیلو سیمو د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او ځوانانو په شتون کي د کندهار ښار په بېلابیلو ناحیو کښي د پُلچکونو، کوڅو، چریو او سلبونو جوړېدو پروژه په اتمه ناحیه […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۳) نن ورځ کندهار ښاروال حاجي نعمت‌الله حسن د کندهار ښاروالۍ د یوشمېر نورو برخو د مسئولینو په ملتیا او د کندهار ښار د بېلابیلو سیمو د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او ځوانانو په شتون کي د کندهار ښار په بېلابیلو ناحیو کښي د پُلچکونو، کوڅو، چریو او سلبونو جوړېدو پروژه په اتمه ناحیه کي پیل کړه.

مراسمو کي کندهار ښاروال حاجي نعمت‌الله حسن وویل؛ د کندهار ښار په بېلابیلو ناحیو کښي د پُلچکونو، کوڅو، چریو او سلبونو د جوړېدو پر دې پروژه اوولس نیم میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چي خپله د کندهار ښاروالۍ د پرمختیايي بودیجې څخه ورکول کیږي، ددې پروژې په پلي کېدو کښي ۵۰ مسلکي او ۱۲۰ غیري مسلکي کسانو ته د کار زمینه برابره سوې.