خوست: يوې مور څلور ماشومان نړۍ ته راوړل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو زيږنتون مسولين وايي چې د روان کال د جنوري میاشتې په ۱۳مه نېټه شمیمه د زیږون لپاره زموږ روغتون ته مراجعه وکړه. په سر کې هغې د غبرګو ماشومانو د زیږون تمه درلوده، خو د هغې زیږون له حیرانتیا ډک وو، ځکه چې د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو زيږنتون مسولين وايي چې د روان کال
د جنوري میاشتې په ۱۳مه نېټه شمیمه د زیږون لپاره زموږ روغتون ته مراجعه وکړه.
په سر کې هغې د غبرګو ماشومانو د زیږون تمه درلوده، خو د هغې زیږون له حیرانتیا ډک وو، ځکه چې د دریو روغو ماشومانو له زیږون وروسته یو بل ماشوم هم چې له سختې ساه لنډۍ کړیده دې نړۍ ته راغی، دغه څلورم ماشوم تر دوو ساعتونو زیات د زیږون وروسته تر پاملرنې لاندې وو چې وروسته یې لاس او پښې ووهل او په ژړا یې پیل وکړ.
له نیکه مرغه په پای کې هرڅه سم شول او ټول څلور نوي زیږیدلي ماشومان په خوندي توګه مور ته وسپارل شول.