کندهار: په ژیړۍ ولسوالۍ کې د یوه لوی پُل د ترمیم کار پیل شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۲) د ټولګټو وزارت لخوا؛ د کندهار ولایت په ژیړۍ ولسوالۍ کې د باغ پل په نوم د یوه لوی پُل د اساسي ترمیم کار د دغه وزارت د حقوقي سلاکار مولوي آغا جان صاحب، یو شمېر سیمه اییزو مسؤلینو او د پروژې د انجنیرانو په شتون کې پیل شو. د دغه […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۲) د ټولګټو وزارت لخوا؛ د کندهار ولایت په ژیړۍ ولسوالۍ کې د باغ پل په نوم د یوه لوی پُل د اساسي ترمیم کار د دغه وزارت د حقوقي سلاکار مولوي آغا جان صاحب، یو شمېر سیمه اییزو مسؤلینو او د پروژې د انجنیرانو په شتون کې پیل شو.

د دغه پله، د ترمیم کار د ټولګټو وزارت او ترکي ٧٧ ساختماني شرکت ترمنځ د څه کم ٥٠٠ زره امریکایي ډالرو په ارزښت قراردادا شوی ده.

دا پل، چې د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې موقعیت لري، له کندهار ولایت سره د هلمند، فراه او هرات ولایتونو پر نښلون سربیره له جنوبي او مرکزي اسیا هیوادونو سره د سوداګریزو توکو پر خوندي او چټک لیږد رالیږد باندې مثبت اغیز لري.