میدان وردګ: د یوه د دارالایتام د بنسټ ډبره کېښودل شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۷) د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ترکیې د خیرپاله وګړو لخوا د یو باب دارالایتام د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دغه دارالایتام د نصرت العلوم د دیني مدرسې اړوند په یو نیم جرېب ځمکه، په دوه پوړو کې په پاخه او اساسي ډول رغول کیږي، چې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۷) د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ترکیې د خیرپاله وګړو لخوا د یو باب دارالایتام د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دغه دارالایتام د نصرت العلوم د دیني مدرسې اړوند په یو نیم جرېب ځمکه، په دوه پوړو کې په پاخه او اساسي ډول رغول کیږي، چې په دواړو پوړو کې به ۹ اداري او تدریسي خونې ولرې؛ تر اوسه د یاد دارالایتام د جوړېدو لګښت نه دی څرګند، خو ټول لګښت یې د ترکیې هېواد د ځینې خیرپاله وګړو او مجاهدینو له خوا ورکول کېږي.

هغه مراسم چې په همدې موخه د سیدآباد ولسوالۍ د تنګي درې په نصرت العلوم دیني مدرسه کې جوړ شوي وو، د سیمې پر قومي مشرانو، علماوو او مجاهدینو سربېره د میدان وردګ ولایت د شهداء او معلولینو چارو رییس مولوي محمد نذیر ابومحمد هم ګډون کړی و.