زابل: د اناثو د یوه ښوونځي ودانیزې چارې په بشپړیدو دي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱9) دغه ښوونځی چې د کلات مرکز ختیځ لور ته رسالې په سیمه کې جوړیږي، په سلګونو زده کوونکې نجونې لري، خو وداني یي نه درلوده، چې تر دې مهاله یې زدکړې په کرایه ځایونو کې مخته وړل کیدې او اوس ورته په معیار ډول ودانۍ جوړیږي. د زابل د پوهنې رياست […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱9) دغه ښوونځی چې د کلات مرکز ختیځ لور ته رسالې په سیمه کې جوړیږي، په سلګونو زده کوونکې نجونې لري، خو وداني یي نه درلوده، چې تر دې مهاله یې زدکړې په کرایه ځایونو کې مخته وړل کیدې او اوس ورته په معیار ډول ودانۍ جوړیږي.

د زابل د پوهنې رياست اداري مرستيال د نسوان رسالې ښوونځۍ د رغنيزو چارو څخه ليدنه پر مهال انجينرانو ته د باکيفيته کار کولو سپارښتنې وکړې او له هغوی څخه يې وغوښتل چې په اخلاص او صداقت پاتي چاري بشپړې کړي.

د نسوان رسالې متوسطه ښوونځی د يو باب تعمیر چې منظم د اوبو، بریښنا سیستمونه لري، په معیاري ډول جوړیږي،چې چاري یې د پوهنې ریاست تر چتر لاندي د يونيسيار موسيسې په مالي او تخنيکي همکاري ۹۹.۱۰ فيصده بشپړي شوې او ډېر ژر به ګټي اخيستنې ته وسپارل شي.