زابل: ۲۰۰۰ کیلو نیول شوي اومان وسوځول شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳) د زابل ولایت د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزې مدیریت عملیاتي مدیر ملا عبدالستار رسنیو ته ویلي چې ، یاد بوټی د لوکر ولایت څخه انتقالیدل چې شاجوی ولسوالي کې چک پاینټ باندې د مجاهدینو له لوري سره له یوه تن و نیول شول. اومان هغه بوټي چې د ښيښې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳) د زابل ولایت د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزې مدیریت عملیاتي مدیر ملا عبدالستار رسنیو ته ویلي چې ، یاد بوټی د لوکر ولایت څخه انتقالیدل چې شاجوی ولسوالي کې چک پاینټ باندې د مجاهدینو له لوري سره له یوه تن و نیول شول.

اومان هغه بوټي چې د ښيښې په نوم نشه یي توکي تر جوړیږي نن ۲۰۰۰ کیلو وسوځول شول دغه بوټي څو ورځي مخکې د زابل د نشه یي توکو د مبارزې مدیریت له لوري نیول شوي وو، نن په داسي حال کې وسوځول شول چې پر مهال یې د مخدره توکو د مبارزې مدیر مولوي فیض محمد فیضاني، د محکمي استازو او رسنیو حضور درلود.
د امیرالمومنین حفظ الله د فرمان پر اساس نشه یي توکو خرڅول، کارول، قاچاق او کرکیلی په کلکه بند دي چې سرغړونکي به یې د قانوني کړنو سره مخکیږي.