د بولان څېړنیز فارم کي د کرنیزو تجاربو کرنه ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵)د هلمند د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیرت فني او مسلکي کارمندانو لخوا د بولان څېړنیز فارم کي د مورنيو او هستوي تخمونو او تجاربو سیټونو تطبیق کرنه سرته ورسېده. په یادو څېړنو کي چي ملي او بین المللي تجربې پکښي شاملي دي […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵)د هلمند د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیرت فني او مسلکي کارمندانو لخوا د بولان څېړنیز فارم کي د مورنيو او هستوي تخمونو او تجاربو سیټونو تطبیق کرنه سرته ورسېده.

په یادو څېړنو کي چي ملي او بین المللي تجربې پکښي شاملي دي د غنمو د اصلاح، اګرانومۍ او نباتي ناروغیو ٩ سیټونه شامل دي چي د پلان له مخي به شاوخوا ١٠ متریک ټنه هستوي او مورني تخمونه ور څخه په لاس راوړل سي.

د یادو څېړنیزو قطعاتو او هستوي مورني تخمونو د کرني او روزني ټول مراحل د فني او مسلکي کارمندانو لخوا ترسره کیږي.

د یادو تجربو په لړ کي به د غنمو اصلاح سوي تخم د تولید په موخه پر هغو ډولونو تحقیق او څېړنه وشي چي د ګرمي هوا او امراضو په مقابل کي مقاومت لري.

تر څېړنو او مثبتو پایلو ترلاسه کولو وروسته بیا ترلاسه سوي تخمونه د کرني وزارت محترم مقام د ځانګړي کړنلاري له مخي خصوصي او نیمه امارتي کرنیزو تصدیو ته په واک کي ورکول کیږي تر څو هغوۍ یې تکثیر او بیا یې تر بزګرو پوري ورسوي.

د کرني ریاست پلان لري چي په هلمند کي د بېلابیلو نباتاتو، حبوباتو، سبزیجاتو او میوه جاتو د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کي د خپلو مسلکي کارمندانو په مټ کار وکړي تر څو له مخي یې د ځمکوالو حاصلات لوړ او د قناعت وړ عاید ترلاسه کړي.