ګرشک کي د «بريا» ټورنمينټ اتلولي د ځوانانو فوټبال لوبډلي وګټل:

  تېره ورځ په ګرشک ولسوالۍ کي د بريا په نوم د فوټبال سياليو وروستۍ لوبه د ځوانانو او پيکان لوبډلي ترمنځ وسوه چي په پايله کي ځوانانو لوبډلي پيکان لوبډلي ته د ۳ ګولونو ورکولو سره ددې سياليو اتلولي وګټل. د ټورنمينټ غوره لوبغاړی رحمت الله وټاکل سو همداراز ډير ګول وهونکی لوبغاړی عبدالروف […]

 

تېره ورځ په ګرشک ولسوالۍ کي د بريا په نوم د فوټبال سياليو وروستۍ لوبه د ځوانانو او پيکان لوبډلي ترمنځ وسوه چي په پايله کي ځوانانو لوبډلي پيکان لوبډلي ته د ۳ ګولونو ورکولو سره ددې سياليو اتلولي وګټل.

د ټورنمينټ غوره لوبغاړی رحمت الله وټاکل سو همداراز ډير ګول وهونکی لوبغاړی عبدالروف او غوره ګول ساتونکی محمد مسعود وو چي د ګرشک فوټبال فدراسيون لخوا وستايل سوه.

دې ټورنمينټ کي د ګرشک ولسوالۍ ۸ لوبډلو ګډون درلود چي په ګروپي شکل يي ترمنځ سيالۍ ترسره کېدې.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۱۲ هـ ق