تېره ورځ د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د پوهني امریت مسؤلینو ددغه ولسوالۍ د ښوونځیو د نظارت او ددوی د ستونزو د اورېدو په موخه د ښوونځیو له مسؤلینو سره غونډه وکړل.

هلمند :د ګرشک ولسوالۍ د پوهني امریت مسؤلینو دیادي ولسوالۍ د ښوونځیو څخه نظارت او د ښوونځیو له مسؤلینو سره غونډه وکړه     د نظارت په دغه پلاوي کي د ګرشک ولسوالۍ د پوهني امر، د نظارت امر، د امربالمعروف مسؤل او نور مسؤلین شامل وه. د نظارت ددغه پلاوي غړي پر درو ګروپونو […]

هلمند :د ګرشک ولسوالۍ د پوهني امریت مسؤلینو دیادي ولسوالۍ د ښوونځیو څخه نظارت او د ښوونځیو له مسؤلینو سره غونډه وکړه

 

 

د نظارت په دغه پلاوي کي د ګرشک ولسوالۍ د پوهني امر، د نظارت امر، د امربالمعروف مسؤل او نور مسؤلین شامل وه.
د نظارت ددغه پلاوي غړي پر درو ګروپونو وېشل سوي وه او تر غرمې پوري یې د ګرشک ولسوالۍ د ښوونځیو د نظارت چاري بشپړي کړې وروسته یې د ښوونځیو له مدیرانو او مسؤلینو سره غونډه وکړل.

د نظارت مسؤلینو په غونډه کي د ښوونځیو له مدیرانو، مسؤلینو او ښوونکو څخه ددوی د ښوونځیو او زده کړه ییز بهیر په وړاندي د شته ستونرو او غوښتنو په اړه پوښتني وکړې.

د ښوونځیو مدیرانو او مسؤلینو خپلي ټولي ستونزي او غوښتني له یاد پلاوي سره شریکي کړې او له دوی یې هیله وکړه چي ستونزي او غوښتني یې تر اړونده ادارو پوري ورسوي.

د غونډي په پای کي د یاد پلاوي له لوري د ښوونځیو مسؤلینو ته د هر ډول مرستي ډاډ ورکړل سو او ژمنه یې وکړه چي ددوی مشکلات به تر لوړپوړو مسؤلینو پوري رسوي.

د یادوني وړ ده چي د نظارت دغه پلاوي د هلمند ولایت د پوهني د رئیس په هدایت د نظارت دغه چاري پیل کړي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۱۲ هـ ق