د نادعلي ولسوالۍ مسؤلینو دیادي ولسوالۍ د ښوونځیو له ښوونکو، زده کوونکو او مسؤلینو سره غونډه وکړه:

د نادعلي ولسوالۍ مسؤلینو دیادي ولسوالۍ د ښوونځیو له ښوونکو، زده کوونکو او مسؤلینو سره غونډه وکړه:   نن د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ دولتي مسؤلینو ددغه ولسوالۍ د ښوونځیو د نظارت او ددوی د ستونزو د اورېدو په موخه له زده کوونکو، ښوونکو او د ښوونځیو له مسؤلینو سره غونډه وکړل.   په […]

د نادعلي ولسوالۍ مسؤلینو دیادي ولسوالۍ د ښوونځیو له ښوونکو، زده کوونکو او مسؤلینو سره غونډه وکړه:

 

نن د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ دولتي مسؤلینو ددغه ولسوالۍ د ښوونځیو د نظارت او ددوی د ستونزو د اورېدو په موخه له زده کوونکو، ښوونکو او د ښوونځیو له مسؤلینو سره غونډه وکړل.

 

په دغه غونډه کي د نادعلي ولسوالۍ د ولسوال ترڅنګ، د امربالمعروف استازي، د استخباراتو مسؤل، د فقهي مجالسو استازي، د نظارت استازي او ګڼو نورو مسؤلینو هم ګډون درلود.

 

دغه مسؤلینو پخپلو ویناوو کي له زده کوونکو وغوښتل چي خپلو درسونو ته دوام ورکړي، د علم په زده کړه کي له یو بل سره سیالي وکړي ترڅو په راتلونکي کي د خپل دین، هیواد او خلګو خدمت وکړي.

 

همداراز  په دغه غونډه کي د ښوونځیو له مسؤلینو، ښوونکو او زده کوونکو څخه ددوی د ښوونځیو او زده کړه ییز بهیر په وړاندي د شته ستونرو او غوښتنو په اړه پوښتني وسوې.

 

د ښوونځیو مسؤلینو خپلي ټولي ستونزي او غوښتني له یادو مسؤلینو سره شریکي کړې او له دوی یې هیله وکړه چي ستونزي او غوښتني یې تر اړونده ادارو پوري ورسوي.

د غونډي په پای کي د یادو مسؤلینو له لوري د ښوونځیو مسؤلینو ته د هر ډول مرستي ډاډ ورکړل سو او ژمنه یې وکړه چي ددوی مشکلات به تر لوړپوړو مسؤلینو پوري رسوي.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۴ هـ ق