د هلمند پوهنې ریاست د څارني نوي سرپرست آمر خپله دنده پیل کړه :

  د هلمند ولایت پوهنې ریاست د عمومي څارني نوي آمر  خپله دنده پیل او د یاد ریاست د رئیس له لوري معرفي کړل سو.   د هلمند پوهنې رئیس مولوي محمد عوض انصاري صاحب د معرفت پر مهال وویل چي د جهادي شخصیت مولوي رحمت الله طلحه د دندي د پیل سره سم به […]

 

د هلمند ولایت پوهنې ریاست د عمومي څارني نوي آمر  خپله دنده پیل او د یاد ریاست د رئیس له لوري معرفي کړل سو.

 

د هلمند پوهنې رئیس مولوي محمد عوض انصاري صاحب د معرفت پر مهال وویل چي د جهادي شخصیت مولوي رحمت الله طلحه د دندي د پیل سره سم به د پوهنې ریاست د څارني برخه لا پیاوړي سي او و به کولای سي چي زده کوونکو ته د ښه زده کړي زمینه برابره کړي.

 

د عمومي څارني نوي آمر مولوي رحمت الله طلحه وویل چي دنده یو مسؤلیت دي او په خپل پوره توان سره به هڅه کوم،چي خدمت وکړم او کومي چاري چي ستونزي ولري د حل په موخه به یې جدي اقدام وکړو.

د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي هم د پوهنې ریاست اړوند د ولسوالیو لپاره نوي امرینو دندي پیل کړي دي چي تر دې مهاله په کارونو کي چټکي رامنځته سوې ده.

 

نېټه؛۱۴۴۳/۸/۲ هــ ق