کندهار: میوند کې د فقهي مجالسو علماء کرامو ستره غونډه وکړه .

د روان(۱۴۴۲ هـ ق) کال د ذوالقعدې میاشتې پر (۲۶) نېټه د کندهار ولایت د فقهي مجالسو مسئولینو د میوند ولسوالۍ په تازه فتحه شوې سیمه کې پرتمینه غونډه جوړه کړه . په یاده غونډه کې د میوند ولسوالۍ د شاوخوا پرتو سیمو د فقهي مجالسو علماء کرامو ، د سیمي سپین ږیرو ، مخورو […]

د روان(۱۴۴۲ هـ ق) کال د ذوالقعدې میاشتې پر (۲۶) نېټه د کندهار ولایت د فقهي مجالسو مسئولینو د میوند ولسوالۍ په تازه فتحه شوې سیمه کې پرتمینه غونډه جوړه کړه . په یاده غونډه کې د میوند ولسوالۍ د شاوخوا پرتو سیمو د فقهي مجالسو علماء کرامو ، د سیمي سپین ږیرو ، مخورو او د بېلابېلو امارتي ادارو مسئولینو برخه درلوده.
د یادې غونډې برخوالو ته علماء کرامو د روان وضعیت ، سترو فتوحاتو او بدلونونو په اړه ارزښتناکې ویناوې وکړې ، روانې فتحې یې دالله جل جلاله نصرت او د مجاهدینو د بې ساري قربانیو او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو نتېجه وبلله ،د عسکرو په تسلیمي کې یې د سیمي د سپین ږيرو او مخورو رو ل ډېر مهم وبلی او ویې ویل : که د هرې سیمي متنفذین همدا سي له اسلامي امارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي په نژدې راتلونکې کې به تردې هم د سترو فتوحاتو شاهدان و اوسو .
د غونډې په وروستي پړاو کې د میوند ولسوالۍ د فقهي مجالسو مدیر مولوي عبدالصمد ابراهیمي خپله وینا واوروله ، د غونډې له برخوالو یې مننه وکړه چې په دې ارزښتناکه غونډه کې یې ګډون وکړ ، له علماء کرامو څخه یې وغوښتل چې دخپل مسئولیت په درک کولو سره دي د بشپړ اسلامي نظام د راتلو لپاره خپلې هڅې لا نوري غښتلې او ګړندۍ کړي ، د ولس غولېدلي خلک د ي د اجیري ادارې له لیکو څخه له وینو تویېدلو پرته رابېل کړي ،د سوکاله او ښېراره افغانستان په جوړولو کې دي پوره هلې ځلې وکړي اود حکومت په لیکو کې پر مېشتو عسکرو یې ږغ وکړ چې نور دي له بې ګټې مقاومت څخه لاس واخلي ، خپلو نورو عسکرو ته دي وګوري چې د اسلامي امارت چلند ورسره څومره صمیمانه وو ، له دوی سره به هم ورته چلندکېږي .
یادونه : دپورتنۍ غونډې په څېر علماء کرامو د میوند په ولسوالۍ کې دوې نوري سترې غونډې هم ترسره کړې .