کندز مرکز کې پوسته تخلیه، ۸ عسکر له وسلو سره مجاهدینو ته راغلي دي

د فتحو او بریاو په دوام پرون شپه د کندز ولایت مرکز اړوند غلام سخي خان تپې پوسته چې له څو ورځو را په دېخوا د مجاهدینو تر کلکې محاصرې لاندې وه د دښمن لخوا تخلیه او په بشپړ ډول د مجاهدینو لاسته ولوېده. د راپور له مخې د پوستې تر تخلیې له مخه نښته […]

د فتحو او بریاو په دوام پرون شپه د کندز ولایت مرکز اړوند غلام سخي خان تپې پوسته چې له څو ورځو را په دېخوا د مجاهدینو تر کلکې محاصرې لاندې وه د دښمن لخوا تخلیه او په بشپړ ډول د مجاهدینو لاسته ولوېده.

د راپور له مخې د پوستې تر تخلیې له مخه نښته کې ۳ مزدور عسکر وژل شوي، ۸ نور له ۴ میله ثقیل، ۱ راکټ، ۶ میله ایم ۱۶ ټوپک او پریمانه مهماتو سره مجاهدینو ته تسلیم شوي دي.

‏2021‏/7‏/8