په دوحه کې د روانو مذاکراتو په اړه داسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د قطرهواد مرکز دوحه کې د اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم او امریکا یانو ترمنځ د خبرو په جریان کې وړمه ورځ او  پرون  تر غرمې پورې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په څرنګوالي ژور بحثونه وشول او پرون له غرمې ورسته په دې موضوع خبرې وشوې چې د افغانستان خاوره به د چا پرضد […]

د قطرهواد مرکز دوحه کې د اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم او امریکا یانو ترمنځ د خبرو په جریان کې وړمه ورځ او  پرون  تر غرمې پورې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په څرنګوالي ژور بحثونه وشول او پرون له غرمې ورسته په دې موضوع خبرې وشوې چې د افغانستان خاوره به د چا پرضد نه کارول کیږي، مجلس  تیر ماښام پای ته ورسید، نن او سبا به  دواړه مذاکراتي ټیمونه په خپل منځ کې مشورې او د دریمې ورځې بیا ناستې لپاره تیاری کوي، راتلونکي غونډه به دوه ورځي بعد دشنبې په ورځ دایریږي.

ذبیح الله مجاهد داسلامي امارت ویندوی

۲۳/۶/۱۴۴۰هـ ق

۹/۱۲/۱۳۹۷هـ ش ــ 2019/2/28م