له الله تعالی څخه څنگه ووېرېږو ؟ !!

جبريل سعد مباركه روژه له الله تعالی سره د تجارت او راكړې وركړې، پر ځان د كنترول(امساك) او اړوند ډول ډول فرصتونو مياشت ده. هو ! ټوله مياشت يې، شپه او ورځ يې، د انفرادي او ټولنيز ژوند او كړنو هره شېبه يې او زموږ پر ژوند، كړنو، راپېښو ستونزو او ځانگړنو يې لا ښكلې […]

جبريل سعد
مباركه روژه له الله تعالی سره د تجارت او راكړې وركړې، پر ځان د كنترول(امساك) او اړوند ډول ډول فرصتونو مياشت ده. هو ! ټوله مياشت يې، شپه او ورځ يې، د انفرادي او ټولنيز ژوند او كړنو هره شېبه يې او زموږ پر ژوند، كړنو، راپېښو ستونزو او ځانگړنو يې لا ښكلې او ياهم بدرنگې ټولې شېبې يې فرصتونه دي چې طبعاً له شمېره هم وتلي وي. خو كه موږ يې په دغه سترگه وگورو، په دغه توگه ورسره وچلېږو او جلا جلا شېبې يې د ځان لپاره د نېكيو ترسره كولو او ډېرولو او ياهم د بديو او ناوړه گړنو پرېښودلو او كمولو په فرصتونو واړوو. ځكه د الله تعالی له كړې وعدې او په ازل، د مور په خېټه كې او بيا د تېر شعبان۱۵مې له وېش سره سم مو خواړه، خوب روغتيا او د روزي ټول ډولونه د نورو وختونو په څېر په روژه كې هم را كول كېږي، خو د نېكيو پر كولو او ډېرولو او د بديو او ناوړه كړنو او څرگندونو پر پرېښودلو او كمولو سره د الله تعالی رضا ترلاسه كول او د هدايت لاره غوره كول مو هيچا نه دي تضمين كړي، بلكې يوازې خپله يې مسئوليت پر غاړه لرو، نو چې له مسئوليت منلو سره يې په خپل ټول بشري توان او يوازې د الله تعالی د خوښۍ لپاره د نېكيو كولو او بديو پر پرېښودلو سره دغه مسئوليت تر سره او پرې د هدايت لاره غوره كړو؛ ورهاخوا بيا چې الله تعالی زموږ له دغو هڅو خوښ وي، د هدايت وړ به هم يو او په بشپړ باور به موخه(د الله تعالی رضا او هدايت)ترلاسه كړو ان شاءالله.
د دې لومړی او پېلامه ټكی او گام له الله تعالی څخه وېره ده چې يو مؤمن ته د سرچينې په توگه له هر اړخيز ايمان څخه را ولاړېږي او د الله تعالی عظمت، خپل دنيوي او اخروي روان او راتلونكي او نږدې او لرې ته يې پر تلونكو لارو د هرې ورځې نويو او پېښو ته پر پام او غور سره د الله تعالی د رضا او د هدايت لارې لټولو لامل او پېلامه گرځي چې په همدې كې په شور سره نېكۍ ترسره كول او ناوړه كړنې پرېښودل بشپړ تجربه كولی او ځان ورسره أموخته كولی شو. اوس موږ له الله تعالی څخه څرنگه ووېرېږو او څرنگه د هغه وېره په زړه كې راپيدا كړو؟ ! داسې چې موږ هر مور، پلار، اولادونه او زړه ته رانږدې خپلوان، دوستان، ملگري او د مجلس او سنگر ياران لرو چې شمېر يې هم ښه ډېر وي او له مړينې يا شهادته يې موږ له الله تعالی څخه د وېرې بشپړ او كافي اندازه زدكړه كولی شو او كه له مړينې وروسته يې لاهم له ياده ونه باسو، دا لازيات اغېزمن تمامېږي. د دوی له مرگ وروسته او هغه ته پر پام يې وروستی برخليك له كړنو، څرگندونو او د ژوند له بېلابېلو اړخونو او اړوندو پېښو او ښكېلتياوو سره پرتله كول مو دې پايلې ته رسوي چې په حتمي ډول او خامخا موږ هم له دغه برخليك سره مخ كېږو چې ښايي ډېر زر او يو ناڅاپه هم وي او له الله تعالی څخه د وېرې لامل وگرځي او پر اثر يې د نېكو كړنو په ترسره كولو او له بدو كړنو څخه په ډډې كولو سره خپل وروستی برخليك ډاډه او ومطمئن كولی شو.
په دې ډول له الله تعالی څخه د وېرې پر اغېز موږ هم نېكۍ او هم له ناوړه كړنو څخه ډډه كولی شو چې دا بيا د الله تعالی د رضا او موږ ته يې د نېكې لارې هدايت او ښودلو لامل گرځي. يا داسې چې د بېلگې په ډول زه پر مرگ او خدای ج ته ورتلو باندې بشپړ ايمان لرم چې د هر راز نېكيو كول او له هر ډول ناوړه كړنو څخه ډډه لازم دي، خو چې تر اوسه مې ورته پوره پاملرنه نه ده كړې؛ د خپلې دنيا او آخرت دواړو په اړه لږ گډوډ يم، د ايمان د داعي په غوښتنه مې وېره په زړه كې را بوټېدلې ده او غواړم ډاډ او اطمنان ترلاسه كړم، نو د نېكو كړنو او له بدو كړنو د ډډې كولو په هڅه كې يم. يوه شپه ماسخوتن په بستره پروت او مبائل مې كاروم، خو برق ته مې پام هم نه دی او په همدې كې مې د خوب پر غلبې مبائل له لاسه لوېدلی. سهار چې د ساعت پر زنگ را وېښ شوم؛ مبائل كې مې چارج ختم او نه روښانه كېد، خو پرون له سهار لږ مخكې پر همدې مبائل راويښ شوی وم. لا ډېر ووېرېدم او خواشينی هم شوم چې ولې داسې وشول او ولې نن پر خپل وخت نه يم را ويښ شوی؟. خو د سهار خوږه فضا وه، ذهن د ورځې له مصروفيتونو او مغشوشتياوو هوسا او پاك و او دقيقاً د دې وخت و چې همغې د ايمان د داعي پر غوښتنه لږ وېرې په لړ كې پر دې پېښه لږ پام او غور وكړم.
يادې فضاء، ذهني هوساينې او پاكۍ او د غور او فكر دغه وخت يوې خورا ښې پايلې ته ورسولم، ترڅو له ډار څخه ډاډ ته ووځم، لاملونه او اسباب يې ولټوم او بالآخر ډاډمن او مطمئن واوسم. د الله ج شكر هسې ويده شوی وم چې بېرته راويښ شوم، څه پر وخت څه څو دقيقې له هغه وروسته، خو الحمدلله مړ شوی نه وم چې نه بيا ترې را پورته كېدل شته او نه پكې مخكې او وروسته شته. ما مې د دې نړۍ خپل ټول ژوند له۹۰تر۹۹كاله اټكل كړ او بيا مې ټول په هغو څو ثانيو او دقيقو كې را لنډ هم كړ چې پكې زما سترگې خوب وړې وې او مبائل پكې برق بشپړ ختم كړی و. داسې چې زما ژوند كه تر۹۰-۹۹كاله مودې پورې وهم غځېږي؛ اوس مې د زړه په سترگو ليدلي او پوه شوی يم چې د دغه ژوند په هره ثانيه كې هغه مرگ او الله تعالی ته ورتگ مې چې زه پرې ايمان لرم؛ حتمي دی او ورسره سم زه پر نوې او أخروي نړۍ كې لومړی گام ږدم. نو ترې په وېره كې د نېكيو ترسره كول او له بدو څخه ډډه كه په هره بيه وي، هڅه يې كوم. خو د هر اړخيز ايمان د داعي پر غوښتنه هغه لږ وېرې او ډار څخه كه ډاډ او اطمنان ترلاسه نه كړم او د الله تعالی رضا او له هغه څخه د نېكې لارې هدايت ته پرې ونه رسېږم، پر ژوند مې مرگ ته تابيا نه ده كړې، فرصتونه مې مبائل او نورو بوختياوو ضائع كړي او چې ما يې په راتلونكي كې تمه لرله؛ هغه فرصتونه يو ناڅاپه همدې د مرگ يوې ثانيې را څخه واخيستل، وخت يې را نه كړ او زه په آخرت كې د ډار او وېرې په عملي ډگر پياده شوم او د ډاډ هم هيڅ نه شته.
دغه راز مبائل هم چې ما د كارونې لپاره روښانه كړی و؛ برق يې همداسې په څو دقيقو كې ضائع كړی و لكه چې ترې د غفلت په خوب ويده خپل۹۰-۹۹كاله ژوند له ټولو روژو او فرصتونو سره ضائع كړو. دا ډول پرتلې او محاسبې مو نېكيو او له بدو كړنو څخه ډډې كولو ته پام اړوي او هر يو پر خپل ځای راته اسانوي. نو د روژې په مياشت كې يې له همدې بايد ورپيل كړو چې له الله تعالی څخه وېره، د هغه د رضا او هدايت ترلاسه كول او په دې لاره كې له روژې او په هغې كې له بې شمېره فرصتونو څخه په گټې اخيستنې گڼې او څو برابره ډېرې نېكۍ ترسره كول او د ناوړه كړنو پرېښودل په ترتيب سره خپل اهداف وگرځول شي، پر ټول توان يې د ترلاسه كولو هڅه وشي، هيڅ فرصت يې ضائع نشي، ترڅو نه كومه نېكۍ له كړنې پاتې شي او نه هم كوم ناوړه خوی او كړنې زموږ خوی او کړنه پاتې شي.