جهادي خاطرې؛ نعماني شهید

مهاجر فراهي ١٣٨٤/١/٨/ لمریز کال دنیا له هیچا سره وفا نکوي، او نه هم دنیا د تل مېشتېدا محل دی، له بابا آدمه تر دې دمه څومره تللې او راغلې، موږ به هم ټوله یوه نه یوه ورځ له دې پانې نړۍ و کوچېږو. هغوی بختور دي چې دلته راغلې، ښه ژوند یې تېر کړی […]

مهاجر فراهي

١٣٨٤/١/٨/ لمریز کال

دنیا له هیچا سره وفا نکوي، او نه هم دنیا د تل مېشتېدا محل دی، له بابا آدمه تر دې دمه څومره تللې او راغلې، موږ به هم ټوله یوه نه یوه ورځ له دې پانې نړۍ و کوچېږو.
هغوی بختور دي چې دلته راغلې، ښه ژوند یې تېر کړی د الله تعالی اوامر یې منلي او خپل پور یې پرې کړی، بیا رخصت شوي، د خلکو له منځه تللي خو نېک نوم او تلپاتې کارنامي یې تر شا پرې اېښي.

نن درته د یوه ځوانیمرګ ځوان په اړه کېسه کاږم داسي ځوان چې الله تعالی ورته علم، میړانه، شهامت او پر دین د ننګ کولو لوړ احساس ورکړی وو، هغه د اشغالګرې امریکا په خلاف د لومړنیو مبارزینو له جملې یو هغه وو.

هوکې! دا ځوان شهید مولوي عبدالخالق نعماني چې د الحاج عبدالمتین زوی او د مرحوم عبدالباقي لمسی د فراه ولایت فراه رود ولسوالۍ د وریې د کلې استوګن په قام نورزی او په ١٣٥٩/ لمریز کال یې دې پانې نړۍ ته سترګې غړولې وې.

هغه لا زلموټی وو چې د اسلامي امارت په صف کې یې د شر او فساد په خلاف په جګړو کې برخه واخیستل کله چې امریکایې بمبارۍ د میزان پر پنځلسمه نېټه کال ١٣٨٠/ لمریز کې پیل سوې نوموړی د کندهار د مرکزي جهادي مدرسې د نورو طالب العلمانو سره یوځای د بلخ ولایت د دره صوف د جګړې په لومړۍ کرښه کې موجود وو.

د اسلامي امارت له سقوط وروسته یې د خپل پاتې درسونو تکمیل ته مخه کړه او د فضیلت د پګړۍ ویاړ یې په سر کړ.
نعماني شهید خورا غیرتمن او بادرکه انسان وو، یو ځلې یې د دوره حدیث استاد د درسونو په منځکې خپل فاضلانو ته په خطاب کې وویل داچې افغانستان امریکایانو اشغال کړی آیا داسي څوک سته چې ځان ددین لپاره قربان کړي؟ نو د ټولو فاضلانو له منځه شهید نعمانې پاڅېد او ګوته یې پورته کړل چې هو زه دې سرښندنې او قربانۍ ته چمتو او تیار یم.

کله چې نوموړی دستاربندي کوي نو سمدستې جهادي فعالیتونو ته ملا تړي، دانو هغه شپې ورځي دي چې د اشغالګرو او د هغوی د تالي څټو په خلاف د فراه په ولایت کې خال خال جهادي تحرکات پیل شوي وه.

د مولوي صاحب عبدالخالق نعماني سره ژوند ډېره وفا ونه کړه له څو محدودو عملیاتو وروسته د دښمن په لاس په شهادت ورسېد.

د شهادت کېسه یې په دې توګه وه دوی پنځه تنه ملګري ملا رازمحمد ابدالي د وریې (حاجي مسافر) مولوي عبدالصمد محمدي د رباطرکان، ملا ولي جان د فراه رود د زېر کوه (چې پر مایې هغه مهال سبقونه لوستل) مولوي عید ګل د زرمردان او خپله نعماني شهید، دا پنځه تنه په یوه موټر کې د هرات کندهار پر حلقوې سړک د توت چرا سیمي ته د عملیات لپاره ځي.

هلته په ١٣٨٤/١/٨/:لمریز کال د دښمن سره مخامخ کیږي او کمین کې خیژي دوی جګړه ورسره کوي چې نعماني او ملا ولي جان په شهادت رسیږي او درې پاتې ملګري یې اسیران او بیا امریکایانو ته په لاس ورکول کیږي او د بګرام زندان ته انتقال کیږي.

نعماني شهید الله تعالی په ځانګړیو اخلاقو او نېکو خصلتونو نازولی وو، هغه ته رب جل جلاله ښه استعداد او ځیراکت ورکړی وو.
همداراز نعماني شهید ډېر ښه پهلوان وو او ډېره ښه غېږ یې ایستل چې په لویو سیالیو کې به یې همېشه خپل سیال څملولی وو.

مولوي عبدالخالق شهید که څه هم زموږ په منځکې نسته خو دا د دوی برکت وو چې په سختو حالاتو او تشو لاسونو یې نورو ځوانانو ته د جهاد، مبارزې، سرښندني او د دین او هیواد د دفاع عملې در س ورکړ.

روح یې ښاد او یادونه یې تل پاتې.