پکتیا : پر ۲۷۰۰ بېوزله کورنیو د خوارکي توکو مرسته و وېشل شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) د بشري مرستو په لړ کې د پکتیا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) په مالي همکاري د (AWCPO) موسسې له لوري په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې پر ۲۷۰۰ بېوزله کورنیو د پنځم ځل لپاره د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه. […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) د بشري مرستو په لړ کې د پکتیا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) په مالي همکاري د (AWCPO) موسسې له لوري په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې پر ۲۷۰۰ بېوزله کورنیو د پنځم ځل لپاره د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو وړه ، ۴.۵۵ کېلو غوړي ، ۶.۲۵۰ کېلو دال او یو باکټ د خوړو مالګه شامله وه.
پکتیا کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست د بشري مرستو څخه د ښه تطبیق په موخه نظارت تر سره کوي او ولسونو ته ډاډ ورکوي چې په منظم ډول به دغه چاره تر سره کوي او تر مستحقو کورنيو به بشري مرستې ور رسوي.