د وزن پورته کولو په سیالیو کې نیمروز درېم مقام خپل کړ

  زرنج، د شعبان ۵مه / د کب ۱۷ مه د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، نيمروز ولايت د وزن پورته کولو په سياليو کې د ولايتونو په کچه درېم مقام خپل کړ. د نيمروز ولايت د بدني روزنې آمر عبدالشکور “نوابي” د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ولايتي سيالۍ چې د […]

 

زرنج، د شعبان ۵مه / د کب ۱۷ مه

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، نيمروز ولايت د وزن پورته کولو په سياليو کې د ولايتونو په کچه درېم مقام خپل کړ.

د نيمروز ولايت د بدني روزنې آمر عبدالشکور “نوابي” د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ولايتي سيالۍ چې د کندهار ولايت په کوربه توب د پنځو ولايتونو کابل، کندهار، هرات، فراه او نيمروز د ورزشکارانو په ګډون ترسره سوې، نیمروز درېم مقام خپل کړ.

په دې سیالیو کې کابل لومړی، کندهار دویم او نیمروز درېم مقام خپل کړ.

دغه سیالۍ کې د استاد ګل احمد “احمدي” په مشرۍ د نيمروز ولايت لسو وزن پورته کوونکو برخه اخيستې وه، چې محمد داود “تاجيک” لومړى، محمد نعيم “الکوزي” دويم، ياسر “عرب”، ميلاد “عزيزي” او احسان عرب دریم مقام؛ په کې خپل کړ.

د يادونې وړ ده، چې له نيمروز ولايت څخه د ووشو ورزشکاران د سياليو لپاره هرات ولايت ته تللي او د پينګ پانګ لوبډله هم هلمند ولايت ته تللې ده.