د نیمروز ښاروالۍ ته ۴۰۰ نیالګي ورکړل سول.

  زرنج، د شعبان ۱۰مه / د کب ۲۲ مه د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د چاپېریال ساتنې رئیس، ښاروال او د زرنج ښار اوسېدونکو په شتون کې د ملي سوداګرو له لوري ۴۰۰ نیالګي زرنج ښاروالۍ ته مرسته وسوه. د زرنج ښاروال مولوي نورالدين “حمزه” د مرسته کوونکو څخه د مننې […]

 

زرنج، د شعبان ۱۰مه / د کب ۲۲ مه

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د چاپېریال ساتنې رئیس، ښاروال او د زرنج ښار اوسېدونکو په شتون کې د ملي سوداګرو له لوري ۴۰۰ نیالګي زرنج ښاروالۍ ته مرسته وسوه.

د زرنج ښاروال مولوي نورالدين “حمزه” د مرسته کوونکو څخه د مننې ترڅنګ وويل: “هر فرد د خپل ښار د پرمختګ، بيارغونې او زرغونتيا پر وړاندي مسؤوليت لري.”

ښاغلي حمزه له خلکو وغوښتل چې په ښار کې د کرل سويو نيالګيو په ساتنه او پالنه کې همکاري وکړي.

ورپسې ملي سوداګر خدایداد”صدیقی” د ملي سوداګرو په استازیتوب وویل: نیمروز ولایت یو له وچو ولایتونو څخه دی او له ککړتیا څخه پاک شنه فضا د دې ولایت د اوسیدونکو یوه بیړنۍ اړتیا ده.

د زرنج ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکي حاجي ګل احمد وويل: “د ډېرې خوښۍ ځاى دى، چې نن ورځ د نيمروز ولايت په بېلابېلو ناحيو کې د نيالګيو د ايښودلو شاهدان يو.”

د نيمروز ولايت د چاپيريال رئيس انجنير محمد ناصر “ناصري” د ملي سوداګرو څخه د مننې ترڅنګ وويل: د سالم ژوند لپاره سالم چاپيريال ته اړتيا ده، د سالم چاپيريال په ساتنه او پالنه کې له موږ سره همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه: “موږ باید خپلو راتلونکو نسلونو ته یو سالم چاپیریال پریږدو.”