دنیمروز په زرنج ښار کي یو تن دوکاندار وژل شوی

  زرنج، د شعبان ۱۴ مه / د کب ۲۶ مه د باختر خبري آژانس د راپور پر بنسټ، نن پنج شنبه د غرمې وړاندي فراح الدین زوی د نصرالله زوي، چې د فراه ولایت اصلي اوسیدونکی پخپل دوکان کښې د عبدالقدیر د عبدالرحمان زوی لخوا په قتل ورسیدل. د نیمـروز ولایت د امنیه قوماندانۍ […]

 

زرنج، د شعبان ۱۴ مه / د کب ۲۶ مه

د باختر خبري آژانس د راپور پر بنسټ، نن پنج شنبه د غرمې وړاندي فراح الدین زوی د نصرالله زوي، چې د فراه ولایت اصلي اوسیدونکی پخپل دوکان کښې د عبدالقدیر د عبدالرحمان زوی لخوا په قتل ورسیدل.

د نیمـروز ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنایي پیښو پر وړاندي د مبارزې مدیر مولوي محمدالدین “مخلص” په داسي حال کي چي د پیښي د ځای څخه یي لیدنه کړې؛ و باختر خبري آژانس ته وویل: فراح الدین د نصرالله زوي، چې اصلي د فراه ولایت اوسیدونکی دی نن له غرمې وړاندي د زرنج ښار په لومړۍ ناحیه کي د عبدالقدیر لخوا په قتل ورسیدی او دوه تنه نور هم ټپیان سول.

ښاغلي “مخلص” د مرحوم کورنۍ ته د تسلۍ ورکولو ترڅنګ وویل: چي د پیښې په تړاو یې یو تن نیولی او ټپیان د درملني لپاره روغتون ته وړل سوي دي.