د کندهار ولایت د شاولي کوټ او خاکرېز ولسوالیو له قومي مشرانو سره کتنه

د کندهار ولایت د سرحدونو،قومونو اوقبایلو چارو مرستیال ښاغلي مولوي ندا محمد د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر ۲۱ نېټه د کندهار ولایت د شاولي کوټ او خاکریز ولسوالیو له قومي مشرانو ، علماو او مخورو سره وکتل. په یادو کتنو کې د شاولي کوټ ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو د یاد ریاست له […]

د کندهار ولایت د سرحدونو،قومونو اوقبایلو چارو مرستیال ښاغلي مولوي ندا محمد د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر ۲۱ نېټه د کندهار ولایت د شاولي کوټ او خاکریز ولسوالیو له قومي مشرانو ، علماو او مخورو سره وکتل.
په یادو کتنو کې د شاولي کوټ ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو د یاد ریاست له مرستیال څخه وغوښتل چې د ښوونځیو، روغتیایي کلنیکونوپه جوړولو او د مرستو دعادلانه وېش په پار د مشرانو په ټاکلو کې له دوی سره مرسته او همکاري وکړي.
دغه راز له خاکریز ولسوالۍ څخه راغلیو مشرانو هم دې ته ورته ستونزې مطرح او د حل غوښتونکي یې شول.
د کندهار ولایت د سرحدونو ، قومونو اوقبایلو چارو مرستیال ښاغلي ندا محمد یادو مشرانو ته د ستونزو د حل په اړه د همکاریواو له اړوند ادارو سره د حل په موخه دشریکولو ډاډ ورکړ .