د افغان مهاجر له لوري د دوو مدرسو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه:

  جرمني کي د افغان مهاجر عصمت الله (سلطاني) له لوري د هلمند پوهنې ریاست اړوند د چاه انجیر او شاول دښت په سیمه کي د دوو مدرسو سره د یوې میاشتي لپاره د خوراکي توکو مرسته وکړه. د هلمند پوهني رئیس مولوي محمد عوض (انصاري) وایي چي یاده مرسته به المدرسه ممتاز القران او […]

 

جرمني کي د افغان مهاجر عصمت الله (سلطاني) له لوري د هلمند پوهنې ریاست اړوند د چاه انجیر او شاول دښت په سیمه کي د دوو مدرسو سره د یوې میاشتي لپاره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د هلمند پوهني رئیس مولوي محمد عوض (انصاري) وایي چي یاده مرسته به المدرسه ممتاز القران او المدرسه الفاروقیه مدرسو ته ورکړل سي.

د یادوني وړ ده چي اونۍ وړاندي هم د یاد افغان مهاجر له لوري د دریو بیلابیلو مدرسو سره د یوې او دوو میاشتو لپاره د خوراکي توکه مرسته سوې ده.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۱۰ هـ ق