فراه ولایت د پوهنې ریاست ښوونکو ته د وزارت مقام څخه راغلي ستاینلیکونه وویشل شول.

1443/8/11 تیره ورځ یکشنبه، فراه ولایت د پوهنې ریاست د سهمیې او د پوهنې وزارت قدرمن مقام د منظورۍ پر بنسټ د پوهنې په برخه کې د ښوونکو د غوره چوپړ او درناوي په پار (۳٦) ښوونکو ته ډالۍ (مکافات) منلې (منظور) کړې وي. په دي ډالیو کې د یادو ښوونکو له ډلې ۱۰ تنه […]

1443/8/11

تیره ورځ یکشنبه، فراه ولایت د پوهنې ریاست د سهمیې او د پوهنې وزارت قدرمن مقام د منظورۍ پر بنسټ د پوهنې په برخه کې د ښوونکو د غوره چوپړ او درناوي په پار (۳٦) ښوونکو ته ډالۍ (مکافات) منلې (منظور) کړې وي.

په دي ډالیو کې د یادو ښوونکو له ډلې ۱۰ تنه ښځینه ښوونکېو هم برخه درلوده، چې د مرکز په ګډون د ولسوالیو ښوونکي هم برخمن شول.

د فراه پوهنې رئیس مولوی اخترمحمد”زعیم” د دې مراسمو په موخه د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې یادو ښوونکو ته په خپله عالمانه وینا کې په سپارل شوېو دندو کې د لا دیانت, رښتینولۍ او په ځانګړې توګه زده کوونکي اسلامي او شرعي ادابو او کلتور ته د هڅولو سپارښتنې وکړي.