د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې یو قاتل ونیول شو.

نن دووشنبه د فراه ولایت، فراه رود ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پولیسو یو قاتل د خپلې میرمنې د قتل په تور ونیول.   عبدالخالق د شیخ احمد زوی، د بي بي فاطمې بنت باریداد د قتل په تور نیولی، بل خوا نوموړي قاتل هم پر خپل جرم اعتراف کړی دی، خو د بې بې فاطمه […]

نن دووشنبه د فراه ولایت، فراه رود ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پولیسو یو قاتل د خپلې میرمنې د قتل په تور ونیول.

 

عبدالخالق د شیخ احمد زوی، د بي بي فاطمې بنت باریداد د قتل په تور نیولی، بل خوا نوموړي قاتل هم پر خپل جرم اعتراف کړی دی، خو د بې بې فاطمه بنت باریداد د قتل علت او انګیزه لا جوته نه ده، چې په اړه یې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت لخوا څېړنې روانې دي.