د فراه ولایت والي، د دې ولایت له عمومي بندخونې څخه لیدنه وکړه.

  1443/8/13 تيره ورځ د فراه ولایت والي، ښاغلي روحاني صاحب په داسې حال کې د دې ولایت له عمومي بندخونې څخه لیدنه وکړه، چې د امنیه قوماندانۍ، قوماندان ښاغلي حاجي نعمت الله “معصوم”، امنیت آمر ښاغلي حاجي راشد او داستخباراتو ریاست، رئیس ښاغلي مولوي شیر احمد “تواب” یې هم ملتیا کوله. ښاغلي والي “روحاني” […]

 

1443/8/13

تيره ورځ د فراه ولایت والي، ښاغلي روحاني صاحب په داسې حال کې د دې ولایت له عمومي بندخونې څخه لیدنه وکړه، چې د امنیه قوماندانۍ، قوماندان ښاغلي حاجي نعمت الله “معصوم”، امنیت آمر ښاغلي حاجي راشد او داستخباراتو ریاست، رئیس ښاغلي مولوي شیر احمد “تواب” یې هم ملتیا کوله.

ښاغلي والي “روحاني” صاحب په بندخونه کې پر شته ستونزو او ننګونو باندې خبرې وکړي، ده همدارنګه د را روان ګرم موسم او ګرمې په پار د بندیانو لپاره د کولرانو، اسانتیاوو رامنځته کولو او له بندخونې سره د نورو ګڼو مرستو وعدې او ډاډ هم ورکړ