په فراه ولایت کې د نامعلومو کسانو له خوا یو تن په ډزو سره ووژل شو.

  په فراه ولایت کې د یوې کورنۍ غړي وایې، چې تیره ورځ دوشنبه یې د دې ولایت دشپږمي امنیتې حوزي اړونده سيمي کې د نامعلومو کسانو له خوا د کورنۍ یو غړی سلطان محمد د سلطان علي زوی په ډزو سره وژل شوی دی. یادې کورنۍ د مړي جسد د ولایت مقام ودانۍ ته […]

 

په فراه ولایت کې د یوې کورنۍ غړي وایې، چې تیره ورځ دوشنبه یې د دې ولایت دشپږمي امنیتې حوزي اړونده سيمي کې د نامعلومو کسانو له خوا د کورنۍ یو غړی سلطان محمد د سلطان علي زوی په ډزو سره وژل شوی دی.

یادې کورنۍ د مړي جسد د ولایت مقام ودانۍ ته راوړی.

بل خوا امنیتي مسؤلینو هم د پیښې په اړه هر اړخیزې پلټنې پیل کړې، ترڅو د پیښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.