ګټه چا وکړه ملامحمدعمر مجاهد؛ که بوش اولارویانو یې؟

احمد عزام: ياده پوښتنه ډېره جالبه ده چې لا زما په آند ورته جواب نه ده موندل شوی په نړۍ کې د ياد سوال/ پوښتنې اړوند مختلف نظرونه او تبصرې دي شايد د امريکا او طالب تر مينځ له تړون روسته ځينو ته جوته شوې وي چې ګټه چا وکړه خو ځينې چې د امريکايي […]

احمد عزام:

ياده پوښتنه ډېره جالبه ده چې لا زما په آند ورته جواب نه ده موندل شوی په نړۍ کې د ياد سوال/ پوښتنې اړوند مختلف نظرونه او تبصرې دي شايد د امريکا او طالب تر مينځ له تړون روسته ځينو ته جوته شوې وي چې ګټه چا وکړه خو ځينې چې د امريکايي رسنيو د تبليغاتو څخه متاثره دي هغوي اوس هم ګټونکي امريکا او متحدين يې بولي

زه به هم د يو آزاد ليکوال په حيث خپل نظر درسره شريک کړم خداي دې وکړي چې ستاسو د خوښې او پام وړ وګرزي

شل کاله دمخه چې امريکا د يولسم ستمبر د پيښې پړه په افغانستان کې مېشت عربي مجاهد شيخ اُسامه بن لادن باند واچوله او ادعا يې وکړه چې بن لادن پکې ملوث دی امريکا په وار وار واکمن اسلامي نظام څخه چې مشري يې امير المومينين ملا محمد مجاهد کوله د شيخ د ورسپارلو غوښتنه وکړه چې هر ځل امريکايان د ملاصيب له لوري له منفي ځواب سره مخکې کېدل ځکه دا د هېڅ رښتوني مسلمان ايمان نه ايجابوه تر څو خپل مسلمان ورور کافر ته ور وسپاري حال دا چې مقابل جانب د خپلې دعوې د اثبات لپاره ثبوتونه هم نه درلودل تر څو شيخ مجرم او د شوې پيښې طراح او آنجاموونکی پرې ثابت شي

د امارت له منفي ځوابو روسته امريکا هم د شيخ اُسامه د نيول کېدو د ترهګری د ورکېدو ښځو ته د حقوقو ورکولو په پلمو او بهانو يې د افغانستان ځمکه او فضاء اشغال کړه داسې مظالم يې آنجام کړل چې خوله يې له ويلو قلم یې ليکلو او غوږونه له اورېدو عاجز دي امريکا د تل لپاره د افغانستان د مستعمره ګرزولو خوبونه ليدل دا چې شل کاله روسته امريکا وځي پوښتنه دا را پورته کيږي چې ګټه چا وکړه امريکا، متحدينو يې که ملاعمر او لارويانو يې

که څوک وايې چې امريکا ګټه وکړه ځکه د ترهګري د ختمېدو په موخه راغلې وه نو د امريکې په نزد خو ترهګر شيخ اُسامه، عرب مجاهدين او طالبان ول شيخ اسامه خو لس کاله مخکې يې په شهادت ورساوه عرب مجاهدين د اشغال په اوائلو کې څه خپلو هېوادو ته په رسېدو وتوانېدل او څه د امريکا له لوري شهيدان او اسيران شول امريکا خو لس او شل کاله دمخه خپل هدف ته ورسېده ولې يې د ترهګرۍ ضد جګړه ونه دروله

که يې طالبان ترهګر بلل آيا په ديموکراسي کې له ترهګرو سره تړون او ناستی جواز لري؟ که يې لري ولې امريکا شل کاله دمخه مذاکراتو ته نه حاضرېده؟ او که يې نه لري ولې اوس ورسره کېناستل؟ آن له ترهګرو سره يې د خپلې ماتې تړون هم لاسليک کړ امريکا چې د ترهګرو د محوې په موخه راغلې وه ولې پښې سپکوي او ځي په داسې حال کې چې د دوي شل کاله په مخکېني قول طالبان ترهګر دي خو هغه ترهګر لا پياوړي شوي عجيبه ده ترهګري يې ورکه کړې نه ده او ځي

نه يې ښځو ته حقوق ورکړل بلکې برعکس يې له ښځو حقوق سلب کړل دلته امريکا چې له ښځو سره په کومه پيمانه ظلم وکړ حد نه لري ښځه به هغه دفتر او ښه ژوند څه کړي چې امريکا يې کور کلی بمباروه پلار ، خاوند ، زوي او ورور به يې ورته شهيدان وه

که رښتيا د امريکا اهداف د ترهګرۍ د ورکېدو او د ښځو د حقوقو ورکېدو وه بيا خو ناکام دي او که دا اهداف يې نه ول بيا پوښتنه دا ده چې ولې راغلي وه ولې د دې هېواد په دا پيمانه وګړي يې شهيدان کړل حقيقت خو دا ده چې د امريکا له پورتني اهدافو څخه يو هدف هم نه بلکې امريکا ته سرخوږی د وخت اسلامي نظام وه او د هغه نظام د ړنګولو او له مينځه وړلو همدا ډول اسلامي فکر د وژلو په هدف راغلې وه

د ملا عمر رحمه الله او د لارويانو هدف شل کاله دمخه هم اسلامي نظام نېفاذ وه او اوس هم په همغه دريځ لکه د غره ولاړ دي ځکه ملا صيب خپلو لارويانو ته د واحدې عقيدې واحد فکر درس ورکړی د ملا عمر او لارويانو بل هدف د نړۍ په مسلمانو جهادي تحريکو کې د خپل دښمن پر وړاندې د مقاومت روحيه پيدا کول وه چې مونږ يې د سر په سترګو ګورو د نړۍ جهادي حرکتونه د عمر د لارويانو مبارزه د خپلو تحريکو د پر مخ بېولو خپل منزل ته رسېدو په موخه د بل مشال په توګه ترې اعظيمه استفاده کوي ځکه خو له بيا بيا غورزېدو روسته پورته کيږي

د طالب بله موخه له نړۍ والو سره سياسي اړيکې جوړول ول د امـ ـارت په اړه چې دونيا وال کوم شکوک او شبهات لرل هغه ور رفعه کول او قناعت ورکول وه چې راتلونکی اسلامي نظام به هيچا لپاره مضر نه وي او دا يې ور وفهموله چې اسلامي نظام د امن سلامتی دين ده

خلاصه او پای:لکه څنګه مو چې مخکې يادونه وکړه د امريکا او متحدينو هدف له کلو روسته نافېذ شوی هغه نظام ړنګول وه چې د دوي په خپلو لاسو د جوړ شوي نظام په مقابل کې وه امريکا له شل کاله جګړې روسته د دې پر ځاي چې په نړۍ لا د خپل واک او ځواک سلطه پراخه کړي برعکس پرې راتنګه شوه په نړۍ کې منفور او ذليل شول له اقتصادي بهران سره مواجې شول اولسونه يې په خپلو واکمنانو بې باوره شول د اسلامي حرکتونو، طالبانو د اسلامي فکر په وژلو کې نه تنها پاتې راغلل بلکې اسلام سره د دوي د سرختې دښمنۍ له امله اسلام او مسلمانانو سره د نړۍ والو مينه لا زياته شوه چې نغد ثبوت يې په غرب کې د غيرې مسلمو اسلام راوړل يې ښکاره مثال دی

همدا ډول ملا عمر رحمه الله او لارويان يې ګټونکي شول له ملا عمر سره د نړۍ په کچه مينه زياته شوه مسلمانانو د ثالث عمر لقب ورکړ لارويان يې تر بل هر وخت پياوړي شول له وخت سره په مناسبو وسلو سمبال شول که پرون تنها په جګړه مارانو پېژندل کېدل خو نن د ملا عمر ملګري په سياسي ځراکت له نړۍ والو سره په ښه ارتباط جوړونې او راسخ واحد دريځ درلودو کې هم مثل نه لري اقتصاد يې تر بل هر وخت زيات ، خپل منځي اتفاق او اتحاد يې لا پياوړی شوی آن تر دې چې نړۍ والو په هر څه کې منلی او په دونيا والو سياسي واک لري

خداي دې وکړي چې ځينو سره مې په دې سوال حل کولو کې مرسته کړې وي چې ګټه چا وکړه ملامحمدعمر مجاهد؛ که بوش اولارویانو یې؟