ملا محمد عمر؛ د ریښتینې ارادې، کلک هوډ او متین عزم څښتن مجاهد

خالقیار: اوسني پیر کې کله هم چې د یوه داسې چا په هکله خبره کوو چې هم ریښتینې اراده ولري، هم کلک هوډ او متین عزم ورسره وي او هم تکړه قائد مجاهد وي، نو بې له شکه چې سترګې مرحوم ملاصاحب محمدعمر مجاهد ته ور اوړي. ملا صاحب په خپل ژوند کې د مؤثرو […]

خالقیار:

اوسني پیر کې کله هم چې د یوه داسې چا په هکله خبره کوو چې هم ریښتینې اراده ولري، هم کلک هوډ او متین عزم ورسره وي او هم تکړه قائد مجاهد وي، نو بې له شکه چې سترګې مرحوم ملاصاحب محمدعمر مجاهد ته ور اوړي.
ملا صاحب په خپل ژوند کې د مؤثرو کراماتو څښتن ولي الله وه.
هغه یواځنی څوک وه چې علماؤ په یوه اتفاق منظور کړ او ترڅنګ یې تیت پرک، ویشلي ملت هم په سر سترګو د هغه قیادت ومانه.
نوموړی هغه یواځنی مشر وه، چې د نوم له یادولو سره یې د معنوي نسبت له امله د هغه د منسوبینو ولولې راژوندۍ کیږي او کله هم چې د خپل مشر خارق العادة کارنامې ورپه زړه کیږي، نو یو ډول د خوښۍ او تعجب احساس کوي.
ملا عمر مجاهد هغه څوک وه چې د شر او فساد د لښکرو د پنځیدو او د هیواد د تجزیې شوم پلانونه یې خنثا او د یوه واحد او پر امنه افغانستان د مشر په توګه یې تاریخي نوم خپل کړ.
هوکې! عمر د عمرینو په تګلوري روان وه، یواځې هغه څه ورته ارزښت درلود او په احترام ورته قائل وه چې له شریعت سره یې سمون خوړ او په په ټول توان یې د شریعت خلاف کړنو مخه نیوله.
ملا محمدعمر د هغه عقیدوی او فکري بهیر د بنسټګر نوم ده، چې لسیزې یې د بهرنیو نیواکګرو سره لاس او ګریوان جګړه کړې او لا هم دا لړۍ روانه ده.
د عمر په مدبرانه سیاست، قاطع هوډ او قوي عزم باندې د هغه دښمنان هم اعتراف کوي او په بد نوم یې د یادیدو جرأت نه لري.
د نوموړي په مشرۍ د رامنځته شوي خوځښت ریښې دومره ژورې او قوي دي، چې د هیواد له هر کلي او کوڅې داسې متعهد اړوندان او ملاتړلي لري، چې نه خو یې نوم په کوم دفتر کې ثبت دی او نه یې هم له کړنو او فعالیتونو ډیر خبر لري.
عمر د هغه نظامي صف د مشر نوم ده، چې په نشت امکاناتو یې له زر او زور ډکه نړۍ وپرزوله، خوله یې له خاورو ورډکه او په ذلیلانه توګه یې شاتګ ته اړ کړه..
ملامحمدعمر مجاهد یواځنی هغه فکري جهادي بنسټ ایجاد کړ، چې د هیواد، دین او ناموس د دفاع په خاطر یې هر دښمن ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې او د عاقلانه سیاسي لیدلوري له کبله یې نه خو نړیوال تروریستي ډله بللی شي او نه هم ورسره له تعامل څخه له نټې زړه ښه کولای شي، ځکه د خپلې ریښتینې مبارزې له کبله یې هم نړیوال وجاهت ترلاسه کړی او هم یې ستره سوبه په خپل نوم کړې ده.

اوسني وخت کې یواځنی هغه بنسټ چې د مشر له وفات ورسته یې لا هم په پالیسي کې تغیر نه ده راغلی، لا یې هم په کړنو کې د شرعي اصولو خلاف څه نه دي ترسترګو شوي او لا هم خپلې مبارزې ته ژمن دي، ښایي د نوموړي لخوا تأسیس شوی، « اسلامي امارت» وي.

هغه بهیر چې وفادار ملګري یې له مقابل لوري سره د جګړې ډګر ته د شهادت په تکل وځي او سره له دې چې مرګ یې یقیني وي، دوی ورته په خندا خندا ور درومي.

هوکې! له دومره ځانګړتیاوو مالومیږي چې ددې صف رهبري د یوه داسې چا په لاس کې وه /ده، چې هغه په ټوله مانا شریعت ته ژمن وه او تر هر څه زیات یې دیني ارزښتونو ته لومړیتوب ورکاوو، نو ځکه یې ملاتړي هم د انحراف له پولو خورا زیات لرې دي.