مرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله د اسلامي امت ستر مصلح او ستر رهبر و

مجاهد خواجه هغه مهال چې افغانستان په داخلي اختلافاتو  او جنګونو کې سوځېده له تنظیمي مخالفتونو نېولې تر اخلاقي فسادونه پورې هیڅ کمی پۀ کې نه وو، وحشت تر دې رسېدلی و، چې حتی د یوې مؤمنې خور عزت او عفت خوندي نه و، څوک پۀ ډاډه زړه لۀ کوره نه شو وتلی او هر […]

مجاهد خواجه

هغه مهال چې افغانستان په داخلي اختلافاتو  او جنګونو کې سوځېده له تنظیمي مخالفتونو نېولې تر اخلاقي فسادونه پورې هیڅ کمی پۀ کې نه وو، وحشت تر دې رسېدلی و، چې حتی د یوې مؤمنې خور عزت او عفت خوندي نه و، څوک پۀ ډاډه زړه لۀ کوره نه شو وتلی او هر خوا ته د فساد څپې خپرې وې.

افغانانو د ژوند امیدونه له لاسه ورکړي وو، د دې نیمه ډوبې شوې بیړۍ د ژغورلو لپاره هیڅوک نه وو، مګر دا چې یوازې د الهي رحمت خواته سترګې کږې وې او الهي رحمت ته امیدونه وو، هماغه و، چې د خړ خټین جومات له محرابه د داسې چا څرک را ښکاره شو چې د یادو ناخوالو د له منځه تلو هیلې ورسره را وټوکېدلې.

امیرالمؤمنین رحمه الله پۀ تش لاس له داسې بدبختیو سره مقابلې ته را ودانګل، چې پر وړاندې یې مقاومت کول د ټینګې ارادې، قوي عزم او ټینګ ایمان پرته بل هیڅ نه و، په ډېره کمه موده کې سترې فتحې، بریاوې او د غیور ملت ملاتړ تر لاسه کړ، چې پۀ دې موده کې د اسلامي امارت حرکت مینځ ته راغی،
طبعي ده چا چې د حق لپاره غږ اوچت کړی دی په کمو کسانو او په تش لاس د بريا تر سرحده رسېدلي دي.

دا خوځښت چې د جومات لۀ محراب څخه راپورته شو، ملاتړي یې هم د مدرسو طالبان او پۀ حق مین افغانان وو، د حق ډګر یې پۀ الهي مینه،  توده وینه او پۀ حقیقي جذبه وپاله، د حق کاروان یې تر د بریا پر لوري ګامزن کړ، هغه پاټک وال چې ولس ترې تر پوزې راغلی وو، د دوی تر تورې لاندې یو بل پسې مات او پۀ تېښته بریالي شول، د وخت پۀ تېرېدو سره یې ملاتړي هم په ډېرېدو شو، آن د ولسوالیو له نیولو څخه خبره تر ولایتونو ورسېده، پاټیکیزم لنډغرتوب د حق له تورې لاندې آخري سلګۍ وهلې.

د هیواد فضا د داسې یو چا د راتلو اوازو اخیستې وه، چې د دریمې مغرورې امپراطورۍ زوال هم د دۀ د لارویانو پۀ برخه لیکل شوی و، د سختو مقاومتونو وروسته د هیواد پۀ ګوټ ګوټ کې د سپینو بیرغونو څرک ښکاره، پۀ هیواد یې د یو تاریخي اسلامي نظام څادر را وغوړاوه او د اسلامي نظام د اقامې لپاره هر رنګه قربانیو ته تیار شو.

پۀ هیواد د امن او سوکالۍ نوې څپه راغله، د لنډغرتوب او خپلمنځي جنګونو کډه بار شوه، غیور ملت د خوښۍ او خوشحالۍ پۀ ټغر را ټول شول، اسلامي حدود قایم شول، د حق او انصاف تر سیوري لاندې یوه بله زندګي پیل شوه، ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د غیرت یوه داسې څېره وه چې فکر نه کړم پۀ یوویشتمه پېړۍ کې به یې ساری پیدا شوی وی.

کۀ پۀ میړانه او شجاعت یې افغانانو فخر کاوه، بل خوا یې غیرت ته عربي نړۍ ګوته په غاښ وه، ولې؟ هغه عرب چې د غربي نړۍ لۀ منګلو یې د خلاصون لپاره د ملاعمر مجاهد رحمه الله تر څنګ را ورسېدل، د لوی ملاصاحب سیمه یې ونیوله، هماغسې مرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله هم غیرت پرې وکړ، خپل ځان، افغانستان او اولس یې مشکلاتو ته ور کړل،خو د عرب مسلمان ورور ننګه یې پۀ میړانه او غیرت سره وکړه.

عمر رحمه الله هغه ویاړلی امیر و چې مغرورې ظالمې امپراطورۍ ته یې پۀ تش لاس سینه وډبوله، پۀ داسې حال کې چې پۀ تش لاس کفري نړۍ ته دریدل او دهغوی پۀ وړاندې مقابله کول د هر چا کار نه دی/و، هغه عمر رحمه الله چې پۀ تقوا، خلوص، میړانه او ایماندارۍ یې دښمنان هم اعتراف کوي، هوکې! ثالث عمر رحمه الله د داسې یو تحریک تهداب کېښود چې نن پۀ ټوله نړۍ راج چلوي.

هغه عمر رحمه الله چې د اسلامي نظام د پلي کولو پۀ خاطر څوارلس کاله له خپل کور، کلي او د خپلوانو له دیدن څخه بې برخې پاتې شو، هغه امیر رحمه الله چې د رزم او بزم ډګر یې پۀ داسې شازلمیانو تود وساته، چې د اورونو مینځ ته یې پۀ خندا وردانګل او د اعلاءکلمة الله په خاطر یې لوږه، تنده، ستړیاوې، زخمونه، دردونه، زندانونه، په اورونو او باروتو سوځېدل او حتی هر ډؤل تکلیفونه یې په ځان ومنل، خو د غربي لښکرو غرور مات نه کړل.

هوکې! لوی ملاصاحب رحمه الله پۀ هیواد د ازادۍ سپنه جنډه ورپوله او نړۍ ته یې وښودله چې پۀ دې خاوره یو بل صلاح الدین ایوبي هم شته چې د نړیوال مغرور ځواک د پرزولو تابیا لري او د نړيوالو لۀ خوا پلي کوونکې دیموکراسۍ ته ستر ګواښ دی، عمر رحمه الله داسې نه هیریدونکۍ اتل دی، چې کارنامې به یې نه یوازې دا چې د تاریخ پۀ زرینو کرښو ولیکل شي، بلکې د غیورو افغانانو او د اسلامي نړۍ د ټولو مؤمنو پرګنو لپاره به د لارې مشعل وي.

د غربي ښکیلاک پۀ وړاندې د ملا عمر رحمه الله مجاهَده او مبارزه د هغه تاریخ یوه زرینه برخه جوړه وي کوم چې د اسلامي نړۍ د اتلانو نومونه پۀ کې ثبت دي، د دۀ شجاعت، بهادري او اخلاص به د ویاړمنو افغانانو راتلونکي نسل ته یو درس وي، هغه څوک چې په همدې مسیر یون کوي نو هدف ته د رسېدو لپاره به یې حتمًا په کار راشي.

د امیرالمؤمنین رحمه الله اتم تلین