مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد او د سياسي اسیرانو مسئله!

لیکوال: محمد الله احساس په جګړه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ افرادو او منسوبینو ته د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ د بندیانو او اسیرانو نیول او ساتل طبیعي چاره ده. تاسو که د بشري حقونو د نړیوال کنونسیون پخواني او اوسني راپورونه وګورئ، نو له ښه مرغه به ووایو، چې د هېواد د زندانونو په […]

لیکوال: محمد الله احساس

په جګړه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ افرادو او منسوبینو ته د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ د بندیانو او اسیرانو نیول او ساتل طبیعي چاره ده.

تاسو که د بشري حقونو د نړیوال کنونسیون پخواني او اوسني راپورونه وګورئ، نو له ښه مرغه به ووایو، چې د هېواد د زندانونو په تاریخ کې به ښايي تر ټولو د اسلامي او بشري حقونو سره سمې او د جزا قانون له مخې جزاګانې یوازې د اسلامي امارت د حاکمیت پر مهال پر اسیرانو تطبیق شوې وي، داسې چې ساری يې نه د تنظیمي هرج و مرج او نه له دې مخکې د خلق او پرچم د جلادانو په زندانونو کې لیدل شوی او متأسفانه نه په تېرو شلو کلونو کې د دیموکراسۍ او بشري حقونو د علمبردارې اشغالګرې امریکا او د بې رحمه داخلي همکارانو په دوره کې اوس تر سترګو کېږي.

د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د نورو سوبو او پراخو فتوحاتو په ترڅ کې د مخالف لورې ګڼ شمېر افراد د بندیانو او اسیرانو په توګه نیول کېدل، چې د هېواد په مختلفو محبسونو کې د نورو جنايي او حقوقي بندیانو سره یو ځای د سیاسي بندیانو په توګه ساتل کېدل او دوسیې به يې د اسلامي امارت په عدلي او قضايي ارګانونو کې تر څېړنې او تعقیب لاندې وې.

دا چې له سیاسي بندیانو سره د اسلامي امارت د مشرتابه او په ځانګړې توګه د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) چلند او پالیسي څرنګه وه، غواړم له تاسو سره په دې اړه د هغه وخت د یوه مسؤل چارواکي له خولې یوه مهمه او جالبه خاطره شریکه کړم.

د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د خوست او لغمان والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده (حفظه الله) چې خپله یې هم د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال پر لوړو ملکي او نظامي پوسټونو کار کړی او یو نیم کال یې د نظار شورا او د احمدشاه مسعود په مشرۍ د شمال ټلوالې سره د پنجشیر سخت زندان ګاللی، وايي چې ما د جګړو دواړو لورو ته د سیاسي بندیانو سره چلند لېدلی،چې د ځمکې او اسمان توپیر یې درلود.

نوموړی وايي: موږ چې کله د جبل سراج د لیکو د ماتېدو په وخت کې ونیول شوو او بیا په پنجشیر کې بندیان وو، نو هلته زموږ په شمول سلګونه طالبان د سیاسي زندانیانو په توګه له ټولو لومړنیو حقونو محروم ساتل کېدل ،د مخالفینو تعامل له موږ سره نهایت سخت او د جګړې د ټولو مقرراآتو او نړیوالو منل شویو بشري اصولو سره په ټکر کې و.

هغه دا چې زموږ یعني طالب بندیانو ملاقات او پایوازي ته هېڅوک نه پرېښودل کېدل، ترڅو هلته د بندیانو ضرورتونو، مشکلاتو او ستونزو ته رسېدګي وکوي، له همدې امله وو، چې طالب بندیانو په ناوړه وضعیت کې قرار درلود، غذا، البسه او درملنه يې ډېره کمزورې وه،شاقه کارونه او ډول ډول فزیکي او رواني شکنجې ورکول کېدې، خو په مقابل کې د امارت په زندانونو کې د مقابل لوري د بندیانو پایوازانو او ملاقاتیانو ته د راتګ اجازه ورکول شوې وه، غذايي او صحي ستونزې یې هم تر ډېره بریده نه درلودې.

خلیفه مولوي محمد اسحاق اخندزاده صاحب وايي، زه چې کله د یوې تبادلې په ترڅ کې را خلاص شوم او بیا مشر امیرالمؤمنین (رح) ته د ملاقات لپاره کندهار ته ولاړم، نو ځينې ضروري موضوعات مې د یاداښت په شکل راسره اخیستې وو، کله چې د ملاقات ترتیب برابر شو او زه د مشر په ملاقات کې کېناستم، نو له هرڅه لومړی مې د بندیانو موضوع یاده کړه، چې چون بندیان ډېره مظلومه طبقه او د دواړو لورو د مشرانو عدل او انصاف ته په تمه وي، خواهش مې دا دی، چې که د اسلامي او انساني همدردۍ له مخې د زندانیانو مسألې ته زیاته توجه او تبادلې ته لومړیتوب ورکړئ.

نوموړی زیاتوي، مرحوم مشر ملا صاحب په ډېره توجه راڅخه د بندیانو حالت او وضعیت واورېده او ډېر متأثره شو، بیا یې وویل، چې هلته له بندیانو سره د دښمن د سخت چلند شکایتونه راته مخکې هم رسېدلي او ډېر فکرمن یم ورته… زه هم د بندیانو د خلاصون او تبادلې کوښښ کوم، تاسو هم کوښښ وکړئ، که تاسو ته یې کومه لاره په نظر درځي او یا مو ترتیب جوړ کړی وي، نو راسره شریک یې کړئ، چې په عاجل ډول یې مرسته وسي.

د مجلس په پای کې یې وویل: وروره! تاسو اول زموږ په خپلو محبسونو وګرځئ ، خدای مه کړه دلته زموږ په محبسونو کې د دښمن په څېر د سخت حالت نمونې نه وي،چې قصور یې هلته زموږ بندیانو ته رسېږي… د مشر په امر مې لومړی په کندهار کې د سرپوزې له مرکزي محبس څخه لیدنه وکړه او د بندیانو ستونزې مو واوریدې، بندیان اکثره د محبس د مسؤلینو له تعامل څخه خوښ وو؛ خو په خوراک او غدايي موادو کې یې د زیادت غوښتنه کوله، سبا مې همدا راپور مشر ته وړاندې کړ، هغه سمدستې په محبسونو کې پرتو بندیانو ته د غذايي موادو د زیاتوالي او تنوع حکم صادر کړ او ما ته يې امر وکړ، چې له کندهاره تر ستنېدو سمدستې وروسته کابل کې د دفاع له وزیر شهید ملا عبیدالله آفتاب (تقبله الله) او د استخباراتو د عمومي رئیس شهید قاري احمدالله یا له مرستیال محترم ملا عبدالحق وثیق سره په همغږي د بندیانو د تبادلې او د نمائندګانو د تګ راتګ پلان او ترتیب برابر کړئ.

د نوموړي په وینا، کله چې د مشر له ملاقات څخه رخصت کېدم، نو یې په عاجل ډول په پنجشیر کې زموږ د ټولو بندیانو لپاره چې شمېر یې شاوخوا نهه سوه ته رسېده، د جامو او دوه زره لکه افغانیو نقدي مرستې امر هم راکړ…. له همدې ورځې وروسته د الله تعالی په فضل او د مرحوم مشر عالیقدر امیرالمؤمنین (رح) په ځانګړې پاملرنې سره د دواړو لورو ته د بندیانو نمائندګانو ته د تګ راتګ زمېنه مساعده شوه او په لومړي ګام کې په بېړني ډول د طالبانو له لورې د ملا ظاهر په نامه یو تن چې تازه په همدې تبادله کې را خلاص شوی و، له همدې نهو سوه جوړو جامو او نقدي مرستو سره پنجشنیر ته ورسېد او د مقابل لورې څخه د قند اغا په نامه نمائنده د خپلو بندیانو لیدو کتو ته راغی او وروسته همدا لړۍ د دفاع وزارت او استخباراتو لوی ریاست تر سرپرستۍ لاندې په منظم ډول پيل شوه.

لکه څرنګه چې د امارت د بشپړ حاکمیت پر مهال له اسیرانو او د مخالفینو د سیاسي بندیانو سره د چلند په اړه د امارت پالیسۍ د عفوې پر بنیاد ولاړه وه، چې عام افراد او جګړه مار يې باید په تخفیف بند مجازات او وروسته له طی مراحلو خوشي او عادي ژوند ته سوق شي. خو د مخالفو مشرانو او مهمو قومندانانو په اړه بیا «د مـشر نظر دا و چې د جګړه مارو ډلو هغه مهم قوماندانان چې په خپله تسلیم نه شي او په جګړه کې ونيول شي، نو باید تر هغو پورې بنديان وي، ترڅو يا کوم تضمين او رضايت ته راسره ونه رسیږي يا يې د بغاوت او مقابلې خطر ختم نه شي.»

همداشان په تېرو شلو کلونو کې هم چې د امارت اړونده بندیانو پکې خورا پېچلي او ترینګلي حالات تجربه کړل او ګوري چې له خپلو بندیانو سره یې هره ورځ بوږنونکي، له وحشت او بربریت ډک چلند کېږي، لکه مخامخ بې له محاکمې تش لاسي بندیان وژل،په زندان کې بې سرنوشته اچول، په دښتو او ریګونو کې د مړیو غورځول، په ټانګونو او رینجرو پسې د انسانانو کشول… ، مګر بیا هم د دښمن او آن د اشغالګرو د اسیرانو په اړه د اسلامي امارت پالیسۍ په نرمښت، عدل او خورا انساني چلند ټینګار کوي، چې دا هم د مشر ملا صاحب مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد(رحمه الله) د حاکمانه او عادلانه دریځ څرګندوی دی.