د وارسا او ناټو د شکست اتل (حقاني)

سید شریف ډیر تفاوت شته په انسان کې د معنی په لحاظ واړه لګیا دي ځیني ځان ځیني جهان جوړ وي د ډیرو انسانانو هڅې پر ځان او یا حداکثر خپلې کورنۍ ور ټولي وي، مګر د داسي کسانو شمېر هم کم نه دی چې دټولنې اوجهان داصلاح او ښېرازۍ منډو او هڅو یې خوب […]

سید شریف

ډیر تفاوت شته په انسان کې د معنی په لحاظ

واړه لګیا دي ځیني ځان ځیني جهان جوړ وي

د ډیرو انسانانو هڅې پر ځان او یا حداکثر خپلې کورنۍ ور ټولي وي، مګر د داسي کسانو شمېر هم کم نه دی چې دټولنې اوجهان داصلاح او ښېرازۍ منډو او هڅو یې خوب او ارام خراب کړی وي. جهان جوړونکي دخپل  ستر هدف په لار کې له  ډول ډول تکلیفونو او کړاونو سره لاس اوګریوان شوي، جلا وطني، بې خوبي او اسارتونه  یې ګاللي او بالاخره په همدې لار کې یې خپل سرونه او د زړه ټوټې ښندلي، خو د زمان او مکان جبر ته نه دي تسلیم شوي.

د نړۍ جوړونکو له ډلي خدای بخښلی جناب مولوي جلال الدین حقاني صاحب هغه ستر شخصیت و،  چې په دې لار کې یې نه ستړي کیدونکې هڅې او خدمتونه ترسره کړي دي.

نه پوهیږم  دوارسا او ناټو د شکست د اتل ( حقاني صاحب) په اړه څه، څنګه او له کومه  راپیل کړم. د حقاني صاحب شخصیت څو بعدونه لري او هر بعد یې بیا ځانته پر جلا- جلا څانګو او ښاخونو مشتمل دی. خو دلته به دحقاني صاحب ددیني، ملي او جهادي  څو بعدي شخصیت په اړه لیکوال په لنډ ډول فقط دخپل تاثر د بیانولو هڅه وکړي.

حقاني صاحب دمعاصر جهادي بهیر هغه ځلانده لمر و ، چې ډيرو یې په ځلا اورڼا  دمقصود منزل پر لور ګړندي ګامونه اوچت کړي او  پر همدې لاره  پر دښمن دغلبې او یا تل پاتې بري ( شهادت )تر درشله رسیدلي دي. حقاني هغه پولادي امیر و، چې د وارسا او ناټو  پر ضد اوږدې مبارزې یې دښمن پر ګونډو کړ،خو دنوموړي عزم دزمان او مکان سړو سیلیو او تورو بړبوکیو سست نه کړ.

په شوروي ضد جهاد کې دجهادي صف ځینو امیرانو،قوماندانانو او وسله والو دومره انحراف وکړ چې مات شوي کریملین ته په سجده شول او ډيرو یې بیا د سپینې ماڼۍ چوپړ کې خپل هیوادوال له تیغه تېر کړل او په ډير ویاړ سره یې د پنټاګون بمونو او راکټونو ته دخپلو هیوادوالو دوژلو په موخه کوردینات ورکړل.خو حقاني نه یوازي داچې له اصلي مسیره وانه وښت، بلکې لا ډير پر خپل سپېڅلي مسیر ټینګ شو او دښمن ته یې په ډانګ او استدلال سره نه هیریدونکی سبق ورکړ.

ارواښادحقاني د صلیبي یرغلګرو لښکرو پر ضد داسي مبارزه وکړه چې پر پیاوړتیا یې دښمن هم اعتراف کوي او لومړی درجه دښمن یې ګڼې. حقاني صاحب د اشغالګرو پر ضد روان جهاد کې دخپل زړګي څلور ټوټې( ډاکټر نصیرالدین، حافظ بدرالدین،عمر او محمد) قرباني کړې.د بچیانو قربانۍ نه یوازي داچې سپین ږیری حقاني ستومانه او له مبارزې پښېمانه نه کړ، بلکي جهادي عزم یې لا ټینګ شو، جذبه یې سرشاره او روحیه یې لا پسې  پیاوړې شوه.

جناب حقاني صاحب داسلامي امارت مشرتابه او ټول ملت ته  دمشر زوی( ډاکټر نصیرالدین) دشهادت مباکي وړاندي کړه. حقاني دښمن ته  روښانه کړه چې لا ډيري قربانۍ ته چمتو دی او په رسا ټکو کې یې وویل:« لکه څنګه چې د ډاکټر نصیرالدین شهادت  زموږ دکورنۍلومړنۍ قرباني نه ده،وروستنۍ به هم نه وي».

حقاني صاحب هغه ځوانان د غبطې وړ بلل چې د خدای جل جلاله په لار کې سرونه نذرانه کوي او دشهادت جامونه پر سر اړوي.حقاني د شهادت تنما کوله او دخدای جله جلاله څخه یې غوښته چې د شهادت عالي مقام ته یې کامیاب کړي.

دجناب حقاني صاحب کارنامې او حماسې دومره زیاتې دي چې په یوه لیکنه  کې څه، چې یو کتاب کې هم نه شي  را یو ځای کیدای . لنډه داچې حقاني صاحب مدبر رهبر، جید عالم،غښتلی جنرال،  دشجاعت منار، د صبر  او استقامت غر او دنیکو اخلاقو سمندر و.

ستا د ښایست ګلونه ډیر دي

ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه

په پای کې د ستر څښتن په لوی دربار کې دعاجزۍ لاسونه لپه کوو، چې ستر غازي خدای بخښلی جناب حقاني صاحب رحمه الله  ته  خپله رضاء او لقاء ور په برخه کړي. کورنۍ او لارویانو ته یې صبر، استقامت او نعم البدل نصیب کړي. امین ثم امین!