د مهذبې نړۍ وحشت

لیکوال: سید شریف دمهذبې نړۍ یرغلګرو عسکرو دځایې کرایې ټوپکیانو په ملتیا یو ځل بیا افغان ولس د ویر اوماتم په ټغر کښېناوه،دا ځل یې لس وشل ملکي هیوادوال نه دي شهیدان کړي، یو کور او دوه کورونه یې نه دي بمبار کړي،بلکې بشپړ کلي یې ویجاړ کړي او یو لوی بشري ناورین یې جوړ […]

لیکوال: سید شریف

دمهذبې نړۍ یرغلګرو عسکرو دځایې کرایې ټوپکیانو په ملتیا یو ځل بیا افغان ولس د ویر اوماتم په ټغر کښېناوه،دا ځل یې لس وشل ملکي هیوادوال نه دي شهیدان کړي، یو کور او دوه کورونه یې نه دي بمبار کړي،بلکې بشپړ کلي یې ویجاړ کړي او یو لوی بشري ناورین یې جوړ کړی دی.

یرغلګرو او دمفکر وسله والو دکونړ د شیګل ولسوالۍ په شلتن دره کې پر څلورو کلیو چاپه وهلې، لومړی یې په درځنونو ولسي وګړي له خپلو کورونو رایستلي، په ډیر وحشت یې شهیدان کړي او بیا یې پر  کورونو  بمبار کړی، د بمبار   له امله په کورونو کې پاته لسګونه ښځې او ماشومان هم شهیدان شوي،تر دې مهاله  د۶۵ تنو ولسي وګړو دشهادت تائید شوی او لسګونه ټپیان داسعد اباد او نورو روغتونونو ته انتقال شوي دي.

په دې بمبار کې خلکو ته پرځاني زیان سربیره خورا لوی مالي تاوان هم اوښتی،کورونه ویجاړ شوي،پکې پراته سامانونه، خوراکي  توکي، نقلیه وسایط  له منځه تللي او مواشي  خال- خال ویشتل شوي او وژل شوي دي.

دورته پیښو په مهال  یرغلګر او کابل حکومت خپل وحشت ته دتوجیه لټولو په موخه وایې چې لومړی په سیمه کې میشتو طالبانو برید پرې کړی، دوی له ځان څخه ددفاع په موخه ډزې کړي، ممکن ددوی په ځوابي ډزو کې ملکیانو ته هم څه زیان اوښتی وي، خو دتېر په څېر داځل هم ځایې اوسیدونکي وایې چې: په سیمه کې نه طالبان وو او نه هم  پر اشغالګرو او حکومتي قواوو کومه حمله شوې.

دې وروستیو کې پر ولس میشتو سیمو شپنۍ چاپې او بمبارۍ زیاتې شوې، یوازي تېره میاشت کې  په هوایې حملو کې دهیواد په مختلفو سیمو کې سلګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي او خلک له لویو مالي تاوانونو سره مخامخ شوي دي.

د یرغلګرو او حکومتي ځواکونو له لوري دملکي تلفاتو په مهال درسنیو، بشري حقونو ټولنو او یوناما بې طرفي هم تر سوال لاندې راشي، دوی زیاتره وخت نه یوازي داچې  دهمدې ډول پیښو غندنه نه کوي، بلکې تر ممکنه حده کوښښ کوي چې جنایتونه او عاملین یې همداسي پټ پاته شي.

همداډول روش تر هرچا لومړی درسنیو او بشري ټولنو پر حیثیت او خپلواکۍ ګوزار دی، خلک ووینې چې داشغالګرو او داخلي عسکرو په عملیاتو کې دومره او هومره ولسي هیوادوال شهیدان او ژوبل شول،خو بې طرفه !! رسنۍ یې په اړه یا راپور نه خپروي او یا داسي څه خپاره کړي چې څلورمه یې هم واقعیت نه وي.

دمهذبې نړۍ د پوځیانو له وحشت اودهشت څخه جوته شوه چې  هیڅ ډول قوانینو او حقونو ته ژمن نه دي،دوی دتهذیب یونیفورم کې د ځنګلي ژوند پلي کونکي،د ښځو او ماشومانو مسلکي وژونکي، د حیواناتو له منځه وړونکي او دچاپیریال ککړونکي دي. دوی که په خوله د ښځو، ماشومانو، حیواناتو او په ټوله کې دبشر دحقونو نارې وهي،خو په واقعیت کې اوس هم دغرب دمنځنیو پیړیو  دظلم، جهل ا و وحشت پلي کونکي عسکر دي.