د مسجد له حجرې د اسلامي نړۍ تر افقه

ليکوال: عمر فاتح د کمونېزم له ماتې د افغانانو له بري وروسته د نړۍ د مسلمانانو د اميدونو غوټۍ په غوړېدو وې، خو افسوس جهادي رهبران او هغو سترو قائيدينو چې تر قيادت لاندې يې زرګونه ځوانان شهيدان شوي وو، د قدرت او چوکۍ پر سر له يو بل سره لاس او ګرېوان شول، شرعي […]

ليکوال: عمر فاتح
د کمونېزم له ماتې د افغانانو له بري وروسته د نړۍ د مسلمانانو د اميدونو غوټۍ په غوړېدو وې، خو افسوس جهادي رهبران او هغو سترو قائيدينو چې تر قيادت لاندې يې زرګونه ځوانان شهيدان شوي وو، د قدرت او چوکۍ پر سر له يو بل سره لاس او ګرېوان شول، شرعي نظام يو خوب او خيال شو.
د نړۍ د مسلمانانو هيلې له خارو سره خاورې شوې، په هېواد کې داسې حالات رامنځ ته شول چې هيچا ته د زغم وړ نه وو. د جهاد ثمره په کورني او د قدرت په سر په خونړي جنګ بدله شوه. د روس په مقابل کې جنګېدونکي مجاهدين يوه ډله شهيدان شول، بله ډله قدرت ته ورسېدل او بله ډله د انقلاب له بريا وروسته د مجاهدينو او رهبرانو کړنو مايوسه کړل او په خپل کور کېناستل يا يې د درس او تدريس چاره غوره کړه، بالاخره داسې حالات راغلل چې غلاوې، قتلونه، چور تالان او ظلم او زور خپل اوج ته ورسېدل، تر دې چې د پتمنو پېغلو عفتونه لوټ شول، هلکان په نکاح شول.
د تيارو په دې بهير کې د مسجد له حجرې نه يو څرک را ښکاره شو، ملا محمد عمر اخند د نبوي وارثينو په بدرګه د شر او فساد پر خلاف د جهاد نعره پورته کړه، چې کړېدليو او ځورېدليو مسلمانانو ورته لبيک ووايه.
دا سپېڅلی کاروان چې له حجرې نه را وتلی وو ډېر په ځغاسته يې د فتحو پړاوونه لنډ کړل، په هر کلي او ښار کې ورته مخلصو مسلمانانو هرکلی ووايه، او د اسلامي افغانستان په غېږ کې يې يو ځل بيا د شريعت جنډه خښه کړه.
د ستر عثماني خلافت له پرزېدو وروسته د نړۍ د نا اميده مسلمانانو په زړو کې يو ځل بيا مړاوې هيلې په څپو شوې، د امت د محکومو مسلمانانو د اميد سترګې بس يوازې دې قلندر طالب ته را واوښتې او دی يې د خپلو خوبونو تعبير وګاڼه، د اسلامي نړۍ له څنډو د مظلومو مسلمانانو د دعا لپې دې ملنګ امير ته خلاصې شوې.
د افغانستان غيرتي خاورې له پېړيو وروسته يو ځل بيا په خپله غېږ کې د اسلامي خلافت د يادګارو څرکونه ليدل، د شريعت سپاهيانو د اريانا له غېږې بيا نړۍ ته د جهاد، شهادت او شريعت د ادبياتو درس ورکړ، د اسلام ورک او هېرشوي اصطلاحات لکه: اميرالمؤمنين، خلافت، بيعت، امارت او حدود يې يو ځل بيا را ژوندي کړل.
په لږ وخت کې داسې د عدل او امن نظام پلی شو چې د وخت نظامي او امنيتي ماهرين ورته ګوته پر غاښ پاتې شول.
دا د يو انسان کامل اېمان، متين عزم، ټينګه اراده او مست احساس وو، چې د مسجد له زړې حجرې نه را پورته شو او په کم وخت کې يې د اسلامي افغانستان په غېږ کې د شريعت توغ رپاند کړ.
د پامير له څوکې يې مايوسو، دردېدليو او غمځپليو مسلمانانو ته د حريت زېری ورکړ، د دې کاروان سپېڅلتيا، شريعت ته پابندي او التزام چې نړيوالو وليد، بيا دا بهير تر افغانستان پورې محدود پاتې نشو، د عمر له عزم او ارادې سره نړۍ په غورځنګ شوه او هر چا د باطل پر خلاف د حق چيغه پورته کړه.
د امت غیورو او با درده مسلمانانو په ډېر شوق او ذوق سره د شلم قرن اتل ته د بيعت لاسونه را اوږده کړل، د ټولې اسلامي نړۍ جهادي غورځنګونو له اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاد سره بيعت اعلان کړ نو زموږ دزړونو امير لوی ملا صاحب د اسلامي نړۍ پر افق وځلېد.
په همدې وخت کې د نړۍ پر يوه بله څنډه کې د کپيټالېزم ښامار سر را اوچت کړی وو او د ټولې نړۍ تسخير يې غوښت، چې تر ټولو ستر خنډ يې په مخه کې اسلامي امارت وو همغه وو چې د ديموکراسۍ پيروانو بانې او توطئې جوړې کړې او زمونږ مکرم مېلمه شيخ اسامه (رحمه الله) يې وغوښت محترم ملا صاحب يې دا شومه غوښتنه په نره رد کړه او اسامه يې د اسلام د مېلمه پالنې له اصولو سره سم وساته کفارو ته بانه په لاس ورغله امريکې نړيوال ائتلاف جوړ کړ بوش د صليبي جنګ اعلان وکړ او په افغانستان يې ناروا پوځي يرغل وکړ.
زموږ غيرتي اميرالمؤمنين د سنګرونو په طرف لاړ او خپلې عمري تورې ته يې لاس کړ، د اشغالګرو په ضد يې د جهاد اعلان وکړ، او څوارلس کاله يې دا ستړې او له ستونزو ډکه معرکه پر مخ بوتله، د مجاهدينو صف يې متحد وساته، نړيوالو فکر کاوه چې امريکا د نړۍ باداره کېدونکې ده خو ملاصاحب د نړيوالو د خوب تعبير غلط ثابت کړ مغروره ناټو يې په ګونډو کړه.
د دې ټولو سختيو او مشکلاتو ګاللو او دوو سترو امپراطوريو له ماتولو وروسته زموږ ګران رهبر اميرالمؤمنين ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د ابد په لوري وکوچېد، خو يو سپېڅلی نړيوال اسلامي فکر، يو منظم، متحد او په ايماني ځواک سنبال لښکر يې مسلمانانو ته په ميراث پرېښودل.
په وفات يې مسلمانان سخت غمجن شول د فراق اوښکې يې تويې کړې، خو دا دی نن د هغه ملنګ امير سرسپارلي لارويان د فتحې په درشل کې دي، د هيواد زياته جغرافيه يې تر کنټرول لاندې ده، اشغالګر په تېښته دي او مسلمانان د يو سپېڅلي او کامل شرعي نظام لارې څاري.