د مرحوم ملاصاحب په اړه یوه پرتله، او یوه خاطره…!!

لیکنه: موسی فرهاد  ۶کاله وړاندي چې د مرحوم أمیرالمؤمنین د وفات خبر رسنیز شو، هغه مهال په یوې انګریزي ورځپاڼې کې يوې مسلماني هندي الاصله امریکايۍ ژورنالیستي، د ملامحمدعمرمجاهد او جنګي امریکايی مشر بوش پرتله له خپله انده کړې وه چې څو ټکي یې داسي وو: ملاعمر او جارج بش د تاریخ داسی دوه نومونه […]

لیکنه: موسی فرهاد 

۶کاله وړاندي چې د مرحوم أمیرالمؤمنین د وفات خبر رسنیز شو، هغه مهال په یوې انګریزي ورځپاڼې کې يوې مسلماني هندي الاصله امریکايۍ ژورنالیستي، د ملامحمدعمرمجاهد او جنګي امریکايی مشر بوش پرتله له خپله انده کړې وه چې څو ټکي یې داسي وو:
ملاعمر او جارج بش د تاریخ داسی دوه نومونه دي چې له تصادم څخه یې د اور سرې لمبي پورته شوي، د وینو ویالي ترې وبهیدي، د ظلم داسی داستانونه یې ثبت کړل چې له امله یې تش په نوم مهذبو قدرتونو د تل لپاره خپل مخونه تور کړل.
د یو لیری پراته هیواد اوسیدونکي، د هغوی مذهبي اقدار او ملي عنعنات یې تالا ترغه کړل، د آزادۍ په نوم یې د سولي او امن جرړي و ایستلي، موږ ته هغه ویروونکي صحنې او شیبې ښه یادي دي چې د امریکايی چینلونو پر سکرینونو به مو کتلي او اوریدلي چې یو دجال د مسیحا په بڼه افغانستان ته رسیدلی، د یو انسان په پلمه په لکونو انسانان د هستۍ له صفحې څخه تري تم کوي.
دغه کینه او کرکه دلته هم ختمه نشوه، بلکي د زروي وسلو په بهانه یې پر بله ځمکه (عراق) د مرګونو او وحشتونو لړۍ پیل کړه، په داسی حال کې چې د افغانستان له غرو او رغو څخه د مظلومانو آه او فریاد لا اوس هم اوریدل کیده.
له ۱۹۴۵څخه نیولي، د عراق تربریده پوري امریکا نژدې د دوه سوه یرغلونو ارتکاب کړی، او ښايي دا د امریکایي واکمنو د هغي ستراتیژۍ برخه وي، چې امریکايي تاریخ پوهـ چارلس برډ یې په اړه لیکي: د تل پاتي بریا او برلاسۍ لپاره، تلپاتی جګړه اړینه ده). مطلب دا چې امریکا که د یرغل لپاره پلمې هرڅه جوړوي، خو تلپاتي یرغلیزه کړنلاره د هغوی ستراتیژي ده.
یادي لیکوالي ویلي، د ملاعمر له مړیني سره د رواني پیړۍ د تاریخ یوه لویه برخه تړلي ده، په وینا یې ما د خپلي ډایري پاڼي پلټلي، پر څو داسی پاڼو ورمخ شوم چې د وینو په سیاهي لیکلي شوي وي، یعنی د ډایري دا برخه د داسي خونړیو جګړو له حوادثو ډکه وه چې په دې پیړۍ کې یې بیلګي موندل ناشونی کار دی، او دا د هغه چا په لاسونو ترسره شوي خونړۍ کارنامې وي، چې د ملاعمر تر راپاڅیدلو وړاندي هم د امریکا په ملاتړ واکمن شوي وو او وروسته هم د امریکا په مټ د واک پر ګدۍ ناست دي.
د دې ناقانونه وسلوالو د کارنامو په اړه زما په ډایري کې راغلي چې د عفیفو میرمنو او کم عمره زلمیانو له ابرو ریزي نیولي، تر غیر انساني وژنو پوري، له هیڅ ډول وحشت څخه مخ نه دی اوښتی.
دا پر هغه بدمرغیو برسیره وي، چې د کمونیستي رژیم له لوري خواوشا یو میلیون کرل شویو ماینونو هم د خلکو د ژوند ډېوې پرلپسې مړي کولي، او په میلیونونو افغانان د وطن پریښودلو له لاسه کړیدل.
خو همدا د ملاعمر په مشرۍ طالبان وو چې د اختناق دغه حالت یې ورو ورو ختم کړ، مګر امریکا د خپلي حملې د جواز لپاره همدغو طالبانو ته سخت دریځي ویل، په دې وجه چې خپلو افغان میرمنو ته یې د بش له خوښۍ سره سمه آزادي نه ورکوله.
طالبانو اوږدې ږیري درلودي، خو چونکه یهودیان نه وو، د بش ځکه نه خوښیدل، ښاغلی بوش ته یوازي یهودي لوی ږیري د درنښت قابل دي او ورته سلام کوي.
د ملاعمر طالبان د امریکا له نظره ظالمان وو، ځکه خو یې پریکړه کړي وه چې د تل لپاره يې باید نیست او نابود کړي.
له همدې ځایه وه چې د بوش د ترهګرۍ بیلګې نړۍ په خپلو سترګو ولیدلي، په افغانستان کې یې ویالې د اوبو پرځای په معصومو وینو ډکي وبهولي.
هغه افغان میرمني چې د تل لپاره د غیرمحرم له نظره خوندي وي؛ د بوش عسکرو د هغوی تلاشي اخیسته، د آزادۍ په نوم یې له هغوی نه د هغوی ماشومان ترې بیل کړل او میندي یې د تل لپاره د مرګي په خوب ویدي کړلي، کورونه یې په بمونو ورته وران کړل، خو د امریکا د دې ترهګرۍ په وړاندي د «اُف» ویلو جرأت چا نشو کولای، چې بیا به د ترهرګرو په لیست کې ورګډیده.

خاطره:

تېر کال د مرحوم ملاصاحب د تلین په مناسبت ما د « څو اوریدلیو او لیدلیو» تر سرلیک لاندي د مرحوم څه خاطرې ذکر کړې وي، خو دا لاندينۍ خاطره مې اوس له داسي چا واوریده چې هغه یې پخپله راوي او د صحنې شاهد دی.
مولوي احمدالله محمود صاحب چې د شینکۍ په ملااحمدالله اخند هم مشهور دی؛ د زابل د څو پیاوړو قومندانانو په کتار کې راځي، د امارت د سابقینو اولینو مجاهدینو څخه دی، د اوسني جهاد په دوران کې یې له لومړۍ ورځي ترننه پوري د جهاد سنګرنه دی پري ایښی، له اوږده زندانه وروسته د میدان وردګ والي او بیا د زابل مرستیا والی پاتي شوی، او د خپلي قطعې نظامي مسئول دی.
نوموړی وایي: ( د امارت ترسقوط ښه موده وروسته چې کله مرحوم أمیرالمومنین د زابل ولایت، شینکۍ ولسوالۍ د اشرف خیلو کلي کې اوسیده، یوه ورځ زه او مرحوم مولوی محمداکرم صاحب ورغلو، د حال احوال پوښتنه مو یې کوله، د ده په وینا، د مجلس په پای کې ما مرحوم ملاصاحب ته وویل، څه خدمت وکړو، څه ته ضرورت لري؟ دوا، خوراک او یا بل څه ته؟ وای ملاصاحب مرحوم له لږ ځنډ وروسته راته وویل: د پسه تازه غوښی ته مې ډیرشوق کیږي، ماورته وویل داخو ډېرآسانه کار دی، دا به ضرور وکړم إن شاء الله.
وایی ملاصاحب د واسکټ (صدرۍ) د بغل جیب زنځیرخلاص کړ، دوه نیم زره روپۍ یی له جیبه را وایستلي، وای دا پیسې راسره سته او دا مې خپلي شخصي دي، یعني د بیت المال نه دي، نوري نسته راسره، دا درسره واخله په دې به د پسه داسي غوښه راته واخلي چې الي یل سوې وي. ( الي یلی،، یعني هغه پسه چې پوست نه وي تري ایستل شوی، بلکي له پوست سره پر اور وریت سوی وي.) وای، ماورته ویل د غوښي اخیستلو ضرورت نسته، پسونه موږ پخپل کور کې لرو، پسه به درته حلال کړو، پر اور به يې واليیو او درته رابه یې وړم…ان شاءالله.)
نور یې په اړه تأثر اخیستل او تبصره کول د لوستونکو خپل حق دی، خو زه دومره ویلای شم چې رښتیا همداسي سپیڅلي، فقیرصفته غیرتي وګړي دي چې د تاریخ لوری بدلوي، د تاریخ پاڼي د همداسي مرحومینو په نا آشنا کردار زریني ګرځي. الله تعالی دې یې قبر منور؛ لارویان او ځایناستي یې دې الله تعالی د ده په څیر سپیڅلي او باعزمه ولري. آمین

پای …….!!
موسی فرهاد
۲۰۲۱ / ۴ / ۲۴