د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ځيني تاریخي کارنامې

عبدالولی خليل: له شک پرته چې مرحوم ملا محمد عمر مجاهد_ رحمه الله تعالي_ هم دخپلو تیرو اتلانو میرویس نېکه،أحمد شاه بابا او محمود غزنوي رحمهم اللهپه څېر په تاريخ کې ځان ته یو باب پرانیست،د هغوی په څېر د غیرت او آزادۍ ژوند یې وکړ،د خپل دین،اسلامي ریاست،ملي او دیني ارزښتونو د دفاع لپاره […]

عبدالولی خليل:

له شک پرته چې مرحوم ملا محمد عمر مجاهد_ رحمه الله تعالي_ هم دخپلو تیرو اتلانو میرویس نېکه،أحمد شاه بابا او محمود غزنوي رحمهم اللهپه څېر په تاريخ کې ځان ته یو باب پرانیست،د هغوی په څېر د غیرت او آزادۍ ژوند یې وکړ،د خپل دین،اسلامي ریاست،ملي او دیني ارزښتونو د دفاع لپاره یې جهاد پیل کړ،د انقلاب ژوند يې غوره کړ او هغه کارنامې یې ترسره کړې چې تاریخ به يې تل په غوره نامه ثبت کړي او تر پېړيو پېړيو به يې يادونې کوي.
په لاندې کرښو کې يې د مشت نمونه خروار په توګه یوڅو هغه تاريخي کارنامې لیکو چې د مرحوم د معنوي اثر،الهي احکامو ته د تعهد، د مظلومانو سره د همدردۍ،او له خپل اولس سره د ريښتينولۍ، اخلاص او صداقت نښې دي.

(۱) مرحوم ملاصاحب په دې وتوانېد چې جهاد يې د تنظیمونو له ولکې څخه راوایست او د اسلامي امت په نوم یې جهاد کړ،افغان مسلمان ملت يې راټول کړ او یو واحد صف يې تري جوړ کړ،په خپله میړانه،صداقت او متانت سره د هيواد ټول علماء،قاضیان،مخور مشران،د قومونو سپین ږیري او جهادي قومندانان دې ته اړ کړل چې د نوموړي ملاتړ اعلان کړي او بيعت ورسره وکړي،هیڅ کوم کس دا جرئت ونه کړ چې په وړاندې يې بغاوت وکړي.

(۲)د افغانستان په خاوره يې شپږ کاله داسي واکمني وکړه چې د عمري خلافت یاد يې پکې ژوندی کړ،شریعت یې نافذ کړ،حدود یې جاري کړل او د اسلامي شريعت یې یوه داسې عملي بنه وړاندې کړه لکه څنګه چې الله تعالی په خپل مقدس کتاب کې احکامات رانازل کړي دي،د خپل حکومت اساس يې شريعت و، له هغه سره سم به یې پرېکړې کولې.

(۳)د بودا د زړو مجسمو نړول یې هغه تاريخي کړنه وه چې نړۍ ته یې دا وښوده چې افغانان د اسلامي شريعت پالونکي دي،دمجسمو په وسیله شتمنۍ غني کولو ته کوم اهميت نه ورکوي.

(۴)تر یوه مظلوم مسلمان خپله ټوله واکمني زارول يې داسې کارنامه ده چې په ټول تاریخ کې بیا تمه نه لرو چې یو اولسمشر دي د یوه مسلمان د ژوند ژغورلو لپاره خپله ټوله واکمني ړنګه کړي،هیواد دي د جګړو سنګر وګرځوي،د نړۍ یوه ستر ځواک ته دي رډ بډ ځواب ووایې،یوازي عمر و چې نړیوال ائتلاف د امریکا په مشرۍ د اسامه بن لادن د سپارلو غوښتنه تري وکړه،ده یې غوښتنه رد او د هغوی هر اقدام ته ودرېد.

(۵)د نړۍ د ستر ځبرځواک امریکا او ائتلافي ځواکونو په وړاندې یې د نظامي قیام اعلان هغه څه و چې ددې (یوویشتمې)پېړۍ د جهاد په مجدد ونومول سو،وسله والي مبارزې یې درست اسلامي امت ته د جهاد روحيه ورکړه او د نرۍ په نورو هیوادونو کې یې مسلمانان د یرغلونو په وړاندې پاڅون او جهاد ته وهڅول.

(۶)د خپل کردار لامله د نړۍ د ټولو مستضعفو مؤمنانو د نظر مرجع وګرځېده،د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه به بیعتونه ورته راتلل او هغوی به د ځان لپاره يوه ستره سرمايه بلله.

(۷)په ټول هېواد کې د یوه داسې خوځښت( افغانستان اسلامي امارت) رامنځته کول چې له کندهاره تر بدخشانه ټول پکې د وروڼو په څېر ژوند کوي،له قومي او ژبني توپیره لري ټول د صف د یوه عسکرپه حیث پکې پیژندل کیږي.

(۸)د خلکو تر منځ يې داسې محبوبیت پیدا کېدل چې نه یې په وړاندې کومه ډله راپورته سوه،نه کوم سیال او مخالف پيدا سو،بلکې ټولو ته منظور او د یوه امیر په حیث یې منلی و.

(۹)دیارلس کاله يې په يوه خړه حجره کي په داسې توګه تېر کړل چې هیڅ کوم استخباراتي ارګان ونه توانېدل چې ځای يې کشف کړي یا کوم خطر ورته پېښ کړي سره له دې چې په ډېره ماهرانه توګه یې درست اسلامي امارت هم رهبري کاوه،اچکامات يې جاري کول او ستونزې هوارولې،تر دې جالبه دا چې په صف کې کوم داسې وګړی راپورته نسو چې یا يې دليدلو او يا ژوند معلومات وغواړي.

(۱۰)د هرڅه حکومت ،واک او اختیار سره یې نه په خارج او نه په داخل هیواد کې کومه شتمني جوړه کړه،نه کوم بانک او تجارت تري پاته سو،بلکې فقیر راپورته سو،فقیرانه ژوند یې وکړ او فقیر وکوچېد.

اللهم ادخله الجنة مع الابرار.