د عمر ثالث د جهاد او قیادت له برکته اوس هم پایو..!

لیکوال: حماد شیرزاد افغان د امت د عظمت او برم د لوړ ساتلو لپاره الله تعالی د زمانې په هر آن کې د امت له مینځ څخه یو شخصیت نه یو شخصیت ساتلی وي، تر څو هغه د امت قیادت وکړي، د خپل دین د سربلندۍ او تنفیذ لپاره هڅې او کوښښونه وکړي، د عثماني […]

لیکوال: حماد شیرزاد افغان

د امت د عظمت او برم د لوړ ساتلو لپاره الله تعالی د زمانې په هر آن کې د امت له مینځ څخه یو شخصیت نه یو شخصیت ساتلی وي، تر څو هغه د امت قیادت وکړي، د خپل دین د سربلندۍ او تنفیذ لپاره هڅې او کوښښونه وکړي، د عثماني خلافت تر سقوط وروسته مسلمانان له سختو کړاوونو سره مخ شول، یو پر بل پسې یې ټولې مفتوحه او خپلې سیمې له لاسه ورکولې، د وحشت او خزان سیلۍ مسلمانان ډېر په مخه کړي وو، د اسلامي تمدن او تاریخ د ویاړليو ځایونو او اماکنو تقدس کفر پایمال کړ، مسلمانان یې د قومیت، عصبیت، وطنیت او لسان پرستۍ پر نومونو ووېشل او تر دې چې بیت المقدس یې ونیولو.

افغانستان هم د دغې خزان تر اثر لاندې راغی، خو وګړو یې د غیورو مشرانو لاره تعقیب کړه کفري او انګلیسي فوځونه یې مات کړل، تر دې چې روسان هم دلته مات شول او بیا خپل منځي جګړو زور واخیست، الله تعالی د افغانانو د سر سوری راولېږه، د مظلومانو د غچ اخیستنې فریښته یې راولیږله، نه یوازې داچې د مظلومانو غچ یې واخیست، له اولې ورځې یې تر ننه خپل اسلام، هیواد او ولس ته کوم پیغور پرېنښود، بلکې برعکس یې ورته ویاړونه او افتخارونه راوړل.

په په نویمو کلونو کې د افغانستان فضاء د ظلم، ستم او فساد څخه ډکه وه، هر لور ته چور/چپاول او د فساد ملېشو د افغانانو هوسا ژوند حرام کړی و، له دوی یې آزادي اخیستې وه، زورول، ربړول او قسما قسمه جنایتونه پرې ترسره کیدل، د لوی ملا صاحب رحمه الله په داسې وخت کې راپاڅېدل او قیام کول د افغانانو لپاره د رحمت له فریښتو هیڅ کم نه و، په ډېر لږ وخت کې یې افغانان د ظلمونو، ستمونو، پاټکونو او نورو ربړوونو خلاص او د یوه بیرغ او مثالي نظام تر سیوري لاندې یې راټول کړل.

زموږ په چم/ګاونډ او نوره اسلامي نړۍ کې ډېر هیوادونه دي چې په هر لحاظ له موږ پیاوړي دي، خو افسوس چې د کفر په غلامۍ، ملګرتیا او چاپلوسۍ کې هم له هر چا مخکې دي، لامل یې د جهاد تپرېښودل او د یو ریښتیني زعامت او قیادت نه شتون دی، افغانان چې نن دنګه غړۍ پایي دا د لوی ملا صاحب د جهاد، قیام او قیادت له برکته؛ ځکه ملا صاحب په داسې وخت کې د امت لپاره د جهاد ویده چیغه راپورته کړه، چې ټوله نړۍ خاموشه وه، داسې وخت کې یې د اسلامي نظام د بنسټ ډبره کېښوده چې کفر په نوره نړۍ کې د مسلمانۍ په ختمولو اخته وه.

دا چې نن په ټوله نړۍ کې یوازې موږ په خپل دریځ ثابت ولاړ یو، مخامخ ګورو چې دښمن مو څو چنده زیات قوي دی، خو بیا یې هم پر وړاندې د مبارزې او جهاد نعرې او ټټر وهو، ځکه چې کوم احساس زموږ په ضمیرونو کې لوی ملا صاحب را اچولی، کوم درس د آزادۍ چې هغه مرحوم راکړی، نن هم زموږ په زړونو کې ژوندی دی.

د ملا صاحب ایماني غیرت و، چې د خپل ځان نه زیات د څو چنده مضبوط دښمن پر خلاف یې د مبارزې ټټر وواهه، خو اسلام، وطن او ولس ته یې پیغور پرېنښود، هغه د عصر ابرهیم خلیل الله و، د کفر بتان یې ونړول، هغه د خپل عصر عمرثالث و، پر مسلمانانو یې د عدل، انصاف، حیاء، عزت، استقامت، ثبات او صداقت پاچاهي وکړه، هغه د دې عصر ثاني سلطان ایوبي و، د مظلومانو د غچ اخیستنې لپاره هرې سیمې ته رسیدلو.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې که نن مسلمانان پایي د لوی ملا صاحب د جهاد له برکته، اسلامي امت ته د ملا صاحب دا خدمت هم بس دی چې ویده احساس او مړ ضمیر یې ورته رابیدار کړ، له کفر سره یې د مقابلې ډګر ته وهڅول، نن یې د ټولې نړۍ مجاهدین د خپل مشر او د جهاد د مؤسس په نامه یادوي.
روح یې ښاد او یاد دې تل وي.