د شهید امیرالمؤمنین د شخصیت او کارنامو په اړه داسلامي امارت د محترمو مرستیالانو تأثرات

تر تیب او راټولونه : زبیر مسافر  د شیهد امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله په هکله د د اسلامي‌امارت د مرستیال خلیفه صاحب الحاج ملا سراج الدین حقاني حفظه الله تأثرات:  الحمدلله الذی رفع اعلام الشریعة بقیادة الامراء  الصلحاء الاتقیاء الذین بذلوا جهد هم حمی الاسلام والصلوة والسلام علی سیدنا محمد هو قائد […]

تر تیب او راټولونه : زبیر مسافر 

د شیهد امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله په هکله د د اسلامي‌امارت د مرستیال خلیفه صاحب الحاج ملا سراج الدین حقاني حفظه الله تأثرات: 

الحمدلله الذی رفع اعلام الشریعة بقیادة الامراء  الصلحاء الاتقیاء الذین بذلوا جهد هم حمی الاسلام والصلوة والسلام علی سیدنا محمد هو قائد المجاهدین فی البدر والحنین وعلی صحابه الذین امتحن الله قلوبهم للتقوی رضی الله عنهم ورضوا عنه

قال الله تبارک وتعالی

ان الله یآمرکم ان تؤدوا الامانات الی اهلها و اذا حکمتم بین الناس ان تحکموا بالعدل  صدق الله العلی العظیم

امابعد

د شهیدامیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله ) د اولني پرتمین تلین په مناسبت باید دومره ووایم چې د مرحوم عالیقدر امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد د وفات د څرګندیدو نه وروسته مي شهیدمنصور صاحب  تقبله الله سره لیږ وخت تیر شوی دی، دا چې مرحوم ملا صاحب په خپل ژوند کې په نوموړي باندي د نیابت اعتماد کړی وو لهذا موږ به ورته د مشر مرحوم ملا صاحب په سترګه  کتل.

شهید ملا اختر محمد منصور تقبله الله  د قائدانه بریالیو صفاتو خاوند وو ټول سیاسي، نظامي او اداري مسؤلین یې په خپل اعتماد کې ساتل،  اجتماعي او اجرايي صفات یې ځانګړې خدایي برخه وه.

له نظامي اړخه مهارت یې داوو چې چریکي‌حرکتونه یې په جبهیي حرکتونو بدل کړل، لکه په هلمند، کندوز ولایتونو او ګڼ شمیر نورو ولسوالیو کې د روان بهیر فتوحات ددې اتبکار ثمره بولم.

د موجوده مسؤلیت په وخت کې مې چې کله هم د اسلامي‌امارت له کوم مسؤل سره د نوموړي‌ اړوند مجلس شوی دی، د شهید منصور صاحب تقبله الله  برخورد او شفقت له هغوی سره د پلار او د بچي په شان پرتله کوم.

د مرحوم امیرالمومنین د وفات خبر ډیر حساس پړاو ؤ د نظام ساتلو لپاره د زعیم ټاکنه نهایي ضروري ‌وه، علماء کرامو او د رهبري‌شوری ځینو کسانو د وخت په مقتضی د شهید منصور تقبله الله  د زعامت فیصله وکړه چې البته د ډیرو وجوهاتو تر څنګ یې دوه عمده خبرې مد نظر معلومیدې:

اول: د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله  په ژوند کې په شهید منصور صاحب باندي باور او اعتماد

دوهم: د مرحوم امیرالمؤمنین له وفات وروسته د نظام کماحقه ساتنه.

کله چې شهید منصور تقبله الله ته د زعامت دروند پېټی ور په سر شو، دغه وخت نوموړي ملګرو ته وویل چې تاسي په ما ډیر لوی باور وکړ، نبی کریم علیه السلام فرمایي چې کله څوک مسؤلیت په خوله وغواړي نو خدای جل جلاله یې مرسته نه کوي، زه په باور سره ویلی شم چې په خوله غوښتنه لاڅه مایې په زړه کې تصور قدر هم نه دی کړی، د نوموړي دغو کلماتو دی په خپله او د مجلس ډیر ملګري په ژړا کړل، دا هغه کلمات وو چې زما په زړه کې یې د شهید منصورتقبله الله لپاره ځانګړی مقام پیدا کړ.

شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله په هکله د اسلامي امارت د مرستیال مولوي محمدیعقوب (مجاهد) حفظه الله تأثرات

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم اما بعد

شهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله –

الله تعالی دې شهادت قبول کړي-  ډیر یو دروند شخصیت و، کله به هم چي زه ملاقات ته ورتلم یا مو لیده کاته سره کول، نو وضعیت یې په عموم کي له هر چاسره که به مشر مجاهد و او یا  کشر ډیر صميمانه و،  په ډیرو ښو اخلاقو به یې خبرې ورسره کولې او ښه په سړه سینه يې هر څه اورېدل.

شهید منصور صاحب ددې تر څنګ چي د ښو اخلاقو او غوره کړو وړو څښتن و، خورا  سخاوت یې درلود، د سخاوت په اړه به یې دومره ووایم، چي کله به هم د مجاهدینو لپاره څه غوښتنې راتللې او بعضي مجاهدینو به غوښتنې راڅخه کولې، چي که په دې اړه زموږ سره د امارت له لوري څه کومک وشي، نو د ملاقات په وخت کي به ما هغه غوښتنې ورته وړاندې کړلې، نو په هغه اړه به یې پوره همکاري کوله، نورو مجاهدینو چي به هم ملاقات ورسره کاوو، یا به يې غوښتنه ور استوله، تر ممکنه بریده يې د نه ځواب نه ورکاوو، په واقعي ډول شهید امیرالمومنین رحمه الله یو سخي او دروند شخص و.

شهید منصور تقبله الله  د ډیرې لوړې حوصلې خاوند و، په هروخت کي به که هر څومره مشکل حالات راتلل، ده خپله حوصله له لاسه نه ورکوله او هر کار يې په ښه تدبیر سره کاوو، داسي نه و چي په ځینو سختو شرائطو کي حوصله له لاسه ورکړي، یا په ځینو شیانو کي له عجلې څخه کار واخلي، هر کار يې په ډير تدبیر او حکمت باندې سرته رساوه، په کارو باندې تر ډیره حده ښه حاکم و او د نظام کنترول یې په ډیره ښه توګه کاوو.

شهید امیرالمومنین رحمه الله له خپل مجاهد ولس سره په غوره چال چلند او همکاري ټینګار کاوو او  له ولس سره د مجاهدینو د رابطې او چلند په اړه ډیر حساس و، پيغامونه يې هغه دي ټولو مجاهدینو او افغانانو به اورېدلي او ورته رسېدلي به وي، خصوصا ما چي ليدلی دی په دې چارو کي ډیر محتاط و  او د ملکي تلفاتو مخنیوي ته يې ځانګړې پاملرنه درلوده، مجاهدینو ته به یې دا توصيې کولې، چي  له ولس سره ډیر ښه چلند وکړي ولس زهیر نشي  د ولس سپين ږيري ته د پلار په نظر وګوري، ځوان ته یې د ورور په نظر وګوري او کشرانو ته يې د خپلو اولادونو په نظر وګوري، هغه په دې کي ډیر حساس و او وخت په وخت به یې دې چارې ته مجاهدین متوجه کول.

د منصور صاحب له عمده کارنامو او فعالیتونو څخه داوو چې د نوموړي  په وخت کي ډیرمهم او هر اړخیز پرمختګونه وشول، کله چي د قطر دفتر خلاصيدو، دی په جریان کي و، د دوی په سپارښتنه د مرحوم امیرالمومنین رحمه الله له طرفه اجازه ورکړل شوه، په سیاسي برخه کي هم چي کله موږ له سیاسي ملګرو سره مجلسونه کړي په ښه تدبیر یې کارونه پر مخ بيولي، ځیني شیان چي موږ ته ملګرو ویلي، سړی ډیر متحير کړي چي څومره ښه تدبیر ورسره و  او څومره ښه فکر او نظر  يې درلود، د اسلامي امارت په سیاسي برخه کي نمائندګي يې په ډیره ښه توګه پر مخ یووړله، په نظامي برخه کي هم دکندز ولایت  دده په وخت کي فتحه شو،په هلمند کې ستر فتوحات او همداراز د هیواد یوه زیاته برخه دده په وخت کي د مجاهدینو تر ولکې لاندې راغله او ډیره توجه یې دې برخې ته کوله، په اقتصادي برخه  کي هم ډير متوجه و ، په اقتصادي منابعو او سرچینو کي يې ډیر کوښښ کاوو چي د مشروع اوداسي لارو څخه چي د اسلامي امارت ګټه پکښې وي پیدا کړي او مجاهدینو ته یې ورسوي، په سیاسي، نظامي او اقتصادي برخو کي تر ډیره حده کامیاب او ډیر پرمختګونه يې درلودل، چي ټولو ته واضح او ښکاره دي.

مرحوم امیرالمومنین رحمه الله په منصور صاحب  باندي  ډیر باور درلود، کله چي ملا برادر اخند – خدای دې په خیر راخلاص کړي- ونیول شو، شهید منصور صاحب  د نائب په توګه انتخاب شو، مرحوم امیرالمومنین له ده سره د معاون په صفت د دوهم کس د ټاکلو اړتیا ونه لیدله، ځکه هغه مطمئن و چي د امارت چارې په مخ وړلی شي، یوه ملګري واقعه بیانوله، چي ځیني شیان  مجاهدینو د قاصدینو له لاري امیرالمومنین رحمه الله ته ورليږلي و، نو بیا يې هغو ته ویلي و چي منصور صاحب مو در مشر کړی هغه کارونه در کوي زموږ پرې اعتماد دی، نو باور يې په بشپړه توګه پرې درلود، البته دښمن چي هغه مهال څه تبلیغات کول او یا به یې څه خبرې کولې، هغو هیڅ حقیقت نه درلود موږ ټول وضعیت که د ده او که زموږ د والد صاحب و له نژدې څاره، په منصور صاحب یې ډیر زیات باور وو، په دې اړوند د دښمن تبلیغات له واقعیته لري و.

کله چي امیرالمومنین رحمه الله وفات شو د ده د وفات له مخه به ځينو ملګرو داسي فکر کاوو، چي که امیر المومنین رحمه الله وفات شي امارت به له منځه ولاړ شي داسي وهم له ځیني ملګرو سره موجود و، کله چي منصور صاحب د رهبري شوری، علماء کرامو او مجاهدینو له لوري  وټاکل شو، ده وکولای شوای نظام په ډیره ښه توګه کنترول کړي او دا شی په دښمن ډیر دروند تمام شو،  دوی ډیر کوښښونه وکړل چي په زور، چل او فریب باندې هغه مذاکراتو ته کښېنوي، منصور صاحب  رحمه الله د مذاکراتو سره مخالف نه و، البته مشروع مذاکرات يې غوښتل چي د امارت اهداف او ګټې پکې خوندي شي او د شهیدانو ویني یوه ثمره راوړي، په عین حال کي د کندز او نورو سیمو فتحې راغلې، دې پرمختګونو پر دښمن ډیره ژوره اغېزه وکړه، چي د ده وجود يې ونشو زغملای او بلآخره يې په شهادت ورساوو.

د شهید امیرالمومنین رحمه الله یوه دا غټه کارنامه وه چې تر شا یې یو منظم نظام پریښود، زه چې په خپل مسولیت کې کله اجرات کوم ، دده له لورجوړشوی تشکیل او تر سره شوي اجراات او فعالیتونه تعقیبوم

د ده خو هغه د معاونیت او نائب توب دوره ډیره وه او د امیرالمومنین په توګه تر ټاکل کېدلو وروسته په لږ موده کي د اسلام د دښمنانو له لوري شهید کړای شو، نو په هغه وخت کي چي د ده کوم اجرائات و، که په چې په هره برخه کي له سوال  سره مخ کیږو  د هغو په اړه زه د ده له نژدې ملګرو څخه پوښتنه کوم، چي په دې اړه  د دوی معمول څه و، تر هغه مخکې د محترم ملا برادر اخند او حاجي ملا عبيدالله اخندمرحوم او په ځانګړې توګه منصور صاحب  پوښتنه کوم، چي  ددوی اجرائات څنګه و، کله چي د هغو په اړه زه خبرېږم، نو وړ او مناسب اجرائات يې ترسره کړي وي، شهید امیرالمومنین د نظام لپاره یو ډیر ښه چوکات جوړ کړی، چي زموږ لپاره يې ډیره اساني رامنځ ته کړې ده.

الله تعالی  دی د شهیدمنصور صاحب تقبله الله  شهادت قبول کړي،الله تعالی دي دوي برکتونه پر ټول امارت کښیږدي.

والسلام