د شهید امیرالمؤمنین د شخصیت او کارنامو په اړه داسلامي امارت د ویاندویانو تأثرات

تر تیب او راټولونه : زبیر مسافر  د شهید منصور صاحب د شخصیت په اړه د اسلامي‌امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد تاثرات شهید منصور صاحب رحمه الله  چې څومره ما پيژاند! زما له نظره شهید امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د اسلامي امارت یو مبتکر مشر وو. هغه د اسلامي امارت  جهادي او […]

تر تیب او راټولونه : زبیر مسافر 

د شهید منصور صاحب د شخصیت په اړه د اسلامي‌امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد تاثرات

شهید منصور صاحب رحمه الله  چې څومره ما پيژاند!

زما له نظره شهید امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د اسلامي امارت یو مبتکر مشر وو.

هغه د اسلامي امارت  جهادي او ملکي صفوفو ته په داسې حال کې چې دجګړې او سختو مشکلاتو وخت وو، د یو منظم حکومت او نظام بڼه ورکړه.

منصور صاحب رحمه الله د اسلامي امارت دسختو شیبو مشر وو، هغه په یوه مهال د یرغلګرو له مختلفو دسیسو سره توانمنده مقابله وکړه.

هغه خورا هوښیار او مدبر مشر معلومیده،نوموړي  د دې ترڅنګ چې کړه وړه يې عادي او بې الايشه وو، خو د یو منظم او مدير رهبر په څير کردار يې لاره.

د اسلامي امارت له صفوفو څخه یې خورا دقیقه څارنه لرله، هغه به د امارت په لیکو کې په دوامداره توګه د اصلاح ، نظم او نسق هڅه کوله.

شهید منصور صاحب د اسلامي امارت نظامي مجاهدینوته له دودیز جګړیز حالت څخه د یومنظم فوځ په ځير بڼه ورکړه، نظامي تعلیمات يې زیات کړل، قطعات يې فعال کړل او مجاهدین يې د بنیان مرصوص په څير تنظیم کړل.

منصور صاحب رحمه الله د دښمن د ظاهري نظامي تحرکاتو پرځای دهغو استخباراتي هڅو ته ډير متوجه وو او د دښمن مختلف استخباراتي اقدامات يې په نطفه کې خنثی کړي دي.

منصور صاحب د امریکا اوناټو سره له جګړې، دکابل ادارې له مقابلې، د اربکي په نامه د امریکايي جنرال پيتريوس له فتنې، د داعش په نامه تکفیري فتني، په سیاسي ډګر کې د بیلابیلو جهتونو له فشارونو او د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله د وفات څخه وروسته د راپيښو داخلي ستونزو سره په یوه مهال خورا مدبرانه،  مؤثره  او کامیابه  مقابله وکړه.

منصور صاحب رحمه الله د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله د وفات د پټ ساتلو په قضیه کې د نړۍ ټولو لرې او نیږدې استخباراتي دستگاوو ته ماتې ورکړه.

منصور صاحب رحمه الله اسلامي امارت ته د جهادي فعالیت ترڅنګ په سیاسي برخه کې هم خورا پراخ وجاهت ورکړ، له مختلفو انديښمنو اړخونو سره يې تماسونه ژوندي کړل، دخلکو او نړیوالو تشویشونه يې رفعه کړل، په سیاسي برخه کې يي نړیوال دې ته متقاعد کړل چې اسلامي امارت تنها د یو جنګي ځواک په بڼه نه، بلکې دیو فعال او هوښیار سیاسي ځواک په بڼه هم وپيژني او وه يې مني.

منصور صاحب رحمه الله زما په اند خورا ډير زړور او با جرئته امیر وو، هغه د ملا صاحب مرحوم لاره خورا ښه وپاله له، هغه د اسلامي امارت د سختو ورځو مشر وو، په داسې حال کې چې مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله د امنیتي دلائلو له امله مجاهدینوته نشوای ظاهره کیدلی او الحاج ملابرادر اخند حفظه الله هم ونیول شو، نو منصور صاحب رحمه الله د اسلامي امارت د نائب په توګه د امارت عملي مشري ته اوږه ورکړه او تر شهادت پورې يې په خورا ښه بڼه او منظم شکل ټول مجاهدین رهبري کړل.

زما په نظر د منصور صاحب رحمه الله د موفقیت یو دلیل داهم وو چې هغه د امارت په صف کې د مشورو کارته ډير اهمیت ورکاوه، هغه هيڅ پريکړه پخپله سر او بې د رهبري شورا له مشورې نه کوله، هغه په خپلو ملګرو خورا ډير اعتماد درلود، هغه دکار  اهل خلک په ښه انداز پيژندل او هر چاته يې دخپل استعداد په اندازه مسئولیت ورکاوه.

منصور صاحب رحمه الله له مجاهدینو سره، له ولس سره او له ټولو مسلمانانو سره  ډيره مینه لرله، په ټولو باندې يې ترحم له حده زیات وو، د جنګي وضعیت په دننه کې يې له اسیرانو سره، د دښمن له غولیدلو افرادو سره او حتی له مجرمینو سره له نرمي څخه ډک چلند کاوه، د دعوت کار ته يې ډير اهمیت ورکاوه، دخلکو په عیوبو يې تسامح کاوه.

منصور صاحب رحمه الله د هیواد وحدت، اتفاق اویو والي ته ډير متوجه وو، هغه دقومونو ترمنځ تناسب، دهیواد دبیلابیلو سمتونو ترمنځ اړیکي او اهمیت په خورا ښه اندازه درک کولای شوای.

منصور صاحب رحمه الله پخپل کردار سره امریکایان سخت وارخطا کړي او ویرولي وو، همدا وجه وه چې امریکایانو دهغه د ترور او شهادت پریکړه وکړه.  اللهم اجعل الجنة الفردوس مثواه

ذبیح الله مجاهد

 

د شهید امیر صاحب د شخصیت په اړه د اسلامي‌امارت د ویاند قاري‌محمد یوسف احمدي تاثرات

شهیدامیرالمؤمنین ملا اختر محمد( منصور )تقبله الله  متقي ،مدبر ،زړسواند  او دلاورشخص وو دمؤثرو او نرموخبروکولو سلیقه اوداوریدلو حوصله یې  درلوده خپله هم دقوي استدلال څښتن وو اوله نورویې هم دزیربحث موضوعاتو په اړه همدا توقع لرله

 

دخپل زعامت په مهال  یې جهادي صف دخپل بې ساري سیاسي ، نظامي ځراکت اوسالم تدبیر په مټ نورهم تقویه کړ  له بهرنۍ نړۍ او دسیمې له هیوادونوسره یې  په سیاسي اومعقول چوکاټ کي دننه  درابطې مزي وغزول

 

داسلامي امارت  اداري تشکیلات یې پراخ او منسجم کړل، فرهنګي فعالیتونوته یې  وده ورکړه ،لکه څرنګه چي له یوه زعیم سره ښایي  نوموړی په هغو صفتونو رب العزة نازولی وو.

شهادت یې دټول افغان مجاهد اولس  او داسلامي امارت دپاره  یوه ضایعه وه او فراق یې دمرحوم امیرالمؤمنین  لوی ملا صاحب په څیر دروند اوله برداشت نه وتلی وو.

اسلامي امت او افغان ملت به یې تر قیامته مرهون منت وي الله جل شانه دي له دواړو راضي شي

 

قاري محمدیوسف احمدي داسلامي امارت ویاند